یوه ملګري فیسبوک کې پیغام پرېښی وو، چې درسنیو پر ګټو او ارزښتونو که راته رڼا واچوئ خوښ به شم. دا څو کرښې مې هغه ته لیکلې وې که وخت لرئ تاسې یې هم لوستلی شئ.
دانسانانو له پیدایښت څخه تر دې دمه دپیغام رسونې ارزښت دوام لري. الله ج دالهی پیغام رسونې د ستر مسوولیت پیرزوینه پر خپلو خوږو پیغمبرانو او په ځانګړي ډول په حضرت محمد (ص) کړې وه او هغوی یې نړۍ ته د دښوونکي او رسوونکي په توګه استولي وو ترڅو د نړۍ ګوټ، ګوټ ته دین ورسوي، خلک خیر ښیګڼې او سمې لارې ته وبولي.
دا چې انسان یوټولنیز مخلوق دی، له ټولنې پرته ژوند نشي کولی له کورنۍ، ګاونډي، وطن وال، او نړیوالو سره نه بېلدونکي اړیکې لري؛ نو اړ دی، چې دټولو له حال احواله خبر واوسي ، خبر شي او تل ورسره په اړیکه کې پاتې شي، اطلاعات او پیغامونه ولیږدوي او تر لاسه یې کړي، چې دا ټول درسنیو پر مټ ترسره کیږي.
له روانو حالاتو ځان خبرول، دبیلابیلو تودو او سړو موضوعاتو په اړه پلټنې، څیړنې او شننې کول، ځان پرې پوهول او له نورو سره یې شریکول دټولو انسانانو فطري ځانکړنې دي.
ټول خلک په یوه نه یوه ډول غواړي، چې په بیلابیلو برخوکې معلومات ترلاسه کړي، همدا رسنۍ دي چې په خپلو بیلابیلو ډولونو چاپي، غیرچاپي ، انلاین (په کرښه) او نوروپه وسیله دخلکو دا هیلې خړوبوي او دعمل جامې ور اغوندي.
همدا رسنۍ دي، چې ټولنه مثبت لوري ته بیايي، مثبت لوري ته یې رهنما یي کوي. خلک دهیواد، سیمې او نړۍ له ورځنیو، تازه ، تاریخي ، جغرافیوي او زړه راښکونکو، پېښو اوحالاتو څخه خبروي. خلکو ته په دیني، سیاسي ، ورزشي او تفریحي برخو کې ښوونې او لار ښوونې کوي او د کلتوري او فرهنګې ارزښتونو په ساتنه او بډاینه کې مهم رول لوبوي.
رسنۍ دي، چې شپه او ورځ هڅې کوي ترڅو خپلو مخاطبانو ته په بیلابیلو برخو کې معلومات وړاندې کړي، دنورو ټولنیزو مسایلو سربیره دهوا دحالاتو څرنګوالی، د اسعارو بیې، دسرو اوسپینو زرو پرقیمتونو، او د الوتکو د ورځنیو پروازونو په اړه خلکو ته معلومات ورکوي. په سوداګریزه او تفریحي برخه کې هم باید درسنیو رول له پامه ونه غورځول شي. دنویو تولید شویو، صادر شویو او وارد شویو توکو د اعلانونو پر مټ دمشتریانو(اخیستونکو) او سوداګرو دپام را جلبولو، په پېر، پلور او پراختیا کې مهم رول لري.
همدا رسنۍ دي چې له قانون څخه نظارت کوي، مسوول چارواکي خپلو دندو او مسوولیتونو ته متوجې کوي او نه یې پریږدي، چې له خپل موقف څخه ناوړه استفاده وکړي؛ مجرم بې ګناه او بې ګناه افراد مجرم وښیي. همدارنګه رسنۍ دټولنې ټول پاړکي لوی، واړه ، ښځینه، نارینه، لوستي او نالوستي ټول تر خپل چتر لاندې نیسي، اودوی ته دیو ښوونکي او روزونکي په توګه رول لوبوي.
دپوهانو په اند پوهه هغه مهال ښه ترلاسه کیږي او اغیز یې زیات وي، چې زده کوونکي یې په عملي ډول وګوري، درسنیو بیلابیلې ښوونیزې او پوهنیزې خپرونې چې په لیدو او اوریدو یې له یوه لوري خوند اخلو د دې ترڅنګ مو تر ډیره وخته په ذهن کې پاتې کیږي. په همدې پار نن سبا په یو شمېر عصري ښوونځیو او پوهنتونونو کې دکتابونو، چیپټرنو او لکچټرنوټونو سر بیره زده کړیالانو ته د موضوع اړوند فلمونه، کلیپونه شاټونه او…نور ښودل کیږي چې هدف یې عملي زده کړې تر نظري زده کړو ارزښتمنې او اغیزمنې دي، چې دا امتیاز بیا رسنیو خپل کړی، چې هر ډول تازه اطلاعات او معلومات په مستند ډول له غږ او انځور سره وړاندې کوي.
په سیاسي برخه کې دیو هیواد د بهرنۍ پالیسي دپلي کیدا یو شرط له رسنیزو تبلیغاتوڅخه ګټه اخیستل دي، چې دسیاسي ډلو ټپلوملاتړ، سیمه ایزې او نړیوالې غونډې، دخلکو دعامه افکارو رهبري کول، ویره اچونه او د ښمن په روحي او فزیکي کمزورتیا کې پوره او مهم رول لوبوي، چې درسنیو په مټ تر سره کیږي. په هيواد کې دننه بیا داخلي پالیسۍ جوړونه کې د قومي، ژبني، نظامي، کلتوري او سیاسي توپیرونو دمخنیوي په برخه کې مهمه ونډه لري. رسنۍ دي، چې دخلکو غوښتنې تر حکومت او د دولت کړنې او لاسته راوړنې تر ولسونو پورې رسوي.
رسنۍ دټولنې سالم رهبریت پر غاړه لري. دخلکو د ټولنیز اوسیاسي ژوند شعور لوړوي، هڅوي یې او اصلاح کوي یې، که رسنۍ په واقعي ډول خپل مسوولیتونه درک او عملي کړي هېواد کې به د ډیرو شته ناخوالو مخه ونیول شي او خلکو سره به دژوند په ډیرو برخو کې یوه مرستندویه وسیله وي.
توفیق سهاک