تاند، سه شنبه، د سنبلې ۲۶مه: دفاع وزارت په غزني کې د طالبانو د یو لوړ پوړي قومندان قاري ناصر د وژلو خبر ورکوي.

 د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان له تاند سره په ټلیفوني تماس کې وویل، چې حافظ ناصر د طالبانو لوړ پوړی قومندان و چې تېره شپه د غزني قره باغ کې وژل شوی دی.

نوموړي زیاته کړه افغان ځانګړو ځواکونو په دغو عملیاتو کې ۲۱ نور طالب جنګیالي هم وژلي، درې تنه یې ژوندي نیولي او د وسلو یو زېرمتون یې هم له منځه وړی دی.

 دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم افغان ځواکونو د فراه لپاره د طالبانو والي او وړمه ورځ د سمنګانو لپاره د طالبانو والي وژلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *