وروستی تعقیب تاند، سه شنبه، د سنبلې ۲۶مه: د کابل دویم مکروریان او مسعود څلورلارې تر منځ سیمه کې نن غرمه یوه بجه چاودنه شوې.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، پېښه د دفاع وزارت پېژنتون په دروازه کې یو ځانمرګی برید و چې لږ تر لږه د شپږ نظامیانو په ګډون ۲۲ کسان په کې وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان دي
د ښاغلي نصرت رحیمي په خبره لا معلومه نه ده چې دا یو ځانمرګی برید و، که مقناطیسي یا ځای پر ځای شوی بمي برید و.
د کورنیو چارو وزارت یوه بله سرچینه بیا وايي، دا یو ځانمرګی برید و چې د نهمې حوزې اړوند دویم مکروریانو سیمه کې د دفاع وزارت د پيژنتون په دروازه کې شوی دی.
د برید پړه طالبانو پر غاړه واخیسته، خو دا تقریبا همغه ساحه ده چې تېره اوونۍ د یکشنبې په ورځ هم په کې د ملي امنیت پر یو چک پواینټ طالبانو موټر بم برید وکړ او په کې د یوولس ملکیانو په ګډون ۱ امریکايي سرتېری ووژل شو.
ې پېښې وروسته ټرمپ له طالبانو سره مذاکرات وځنډول.
دا برید په داسې وخت وشو چې ورسره هممهاله په چاریکار کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندید محمد اشرف غني د انتخاباتي کمپاین د غونډې ځای ته نژدې چاودنې لږترلږه ۲۴ تنه ووژل او تر ۳۰ ډېر نور یې ژوبل کړل.
د پیښي عاملین په ټوله کی معلوم دي: هغه خلک چې د خدای او اسلام په نامه خلک وژني یعنی اخوانیان!ا