تاند، سه شنبه، د سنبلې ۲۶مه: ابوبکر البغدادي په یوه تازه ویډیو کې بیا راښکاره شوی او د داعش ډلې د نابودۍ خبرونه یې رد کړي دي.

نوموړي په دغه ویډیوي پيغام کې چې د داعش فرقان شبکې خپره کړې ده ویلي چې، داعش لا هم هره ورځ خپل اهداف په نښه کوي: (( داعش له پنځو کلونو راهیسې هماغسې په زور او شور مخ ته روان دی او خپل اهداف په نښه کوي.))

 بغدادي زیاته کړې، لا یې هم ډله له نویو بیعت کوونکو هرکلی کوي: (( موږ یوولس هیوادونه په نښه کړي دي، درې ورځو کې موږ ۶۳ عملیات کړي دي او دا مهمال لس ولایتونه د داعش تر چتر لاندې دي.))

 بغدادي همدا راز په نایجریا، یمن، تونس، لېبیا او اسیايي هېوادونو کې امریکايي ځواکونو ته ګواښ کړی دی چې د عراق، افغانستان او سوریې په برخلیک به یې اخته کړي.

 بغدادي په داسې حال کې د خپلې ډلې د فعالیتونو په تړاو ویډیويي پیغام خپور کړی چې امریکا او د عراق حکومت ادعا کوي چې په ۲۰۱۴ کې راپورته شوې داعش ډله یې له منځه وړې او اوس یوازې د عراق و سوریې په ځینو صحراګانو کې ژوندي پاتې جنګیالي لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *