تاند- هند، روسیې او چین نن /یکشنبه/ د افغانستان حالات د سیمې لپاره تر ټولو لویه اندېښنه وبلله، او د دې په ترڅ کې چې د تروریستي ضد عملیاتو پر تشدید یې ټینګار وکړ له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې په دغه جنګ ځپلي هیواد کې د خطرونو د زیاتېدو مخه ونیسي.
د روسیې، هند او چین د بهرنیو چارو وزیرانو په نوي دیلي کې په خپل منځ کې د افغانستان د حالاتو په اړه د خپلو ارزونو د شریکولو په ترڅ له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو په نتیجه کې د ځواک لېږد له حساس پړاو سره د مرستې په اړتیا تاکید وکاوه.
د هند د بهرنیو چارو وزیر سلمان خورشید له خپل روسي او چینايي سارو (سرګی لاوروف) او (وانګ يي) سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل:«موږ د تروریزم ضد چارو په اړه خورا رغنده خبرې وکړې. په ګډه مو د مخدرو موادو ضد، چې د ترهګرۍ په څېرخطرناک دي او په حقیقت کې د تروریزم د تمویل سرچینه دي، اقدامات ضروري وبلل.»
د هند د باندنیو چارو وزیر سلمان خورشید دا څرګندونې د دې پوښتنې په ځواب کې وکړې چې ایا درو هیوادونو په افغانستان کې د ترهګرۍ پرضد د اقداماتو په باب هم خبرې کړي دي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي وانګ وویل:«د افغانستان مسله د چین، هند او روسیې په شمول د سیمې د هیوادونو لپاره د لویې اندېښنې سبب ده… موږ امن، خوندي، متحد، د ثبات خاوند او پرمختتلی افغانستان غواړو. موږ تل د افغانستان ملي حاکمیت، خپلواکي او مځکنۍ بشپړتیا ته درناوی لرو.»
وانګ همداراز وویل چې دوی (درې هیوادونه) د نړیوالې ټولنې مرستې ته اړتیا لري.
ده زیاته کړه:«پکار ده چې د درو مسلو مناسب غم وخوړل شي، یو دا چې په افغانستان کې شفاف او عادلانه انتخابات ترسره شي، بل د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سیاسي پخلاینې د زړه له کومي ملاتړ وشي او بالاخره د نړیوالو مرستو د همږغولو لپاره د ملګروملتو د هڅو ننګه وشي.»