تاند، سه شنبه، د سنبلې ۲۶مه: د ټرانسپورټ او مخابراتو وزارتونو یوه هوکړه لاسلیک کړه چې له مخې به یې د مخابراتو وزارت څو اوونۍ وروسته د موټرچلونې قانوني بریښنايي اسناد پر خلکو وېشي.
د ټرانسپورټ وزیر یما یاري وايي، د نویو جواز سیرونو ډیزاین او طرحه برابره شوې او چارې یې ۷۵ سلنه مخته تللې دي چې څو اوونیو کې به یې وېش پیل شي: (( بریښنايي جواز سیرونه به د ټرانسپورټ سیسټم اصلاح کړي دغه راز به جرایم، مالياتو نه فرار راکم کړي او کارونه به هم چټک کړي.))
د یاري په خبره په حمل و نقل پورې تړلې ټولې ادارې به د ټرانسپورټ وزارت پورې ژر وتړل شي او دې وزارت لپاره د ترافیکو د ملي ادارې په نوم تشکیل او د انتقال طرحه هم منظور شوې ده.
د مخابراتو وزارت سرپرست فهیم هاشمي هم وايي چې له دې وروسته به د جواز اخیستلو کار خورا اسان شي: (( له دې وروسته نور جواز اخیستونکی کورنیو چارو وزارت، عامې روغتیا وزارت او بانک نه د ځان په اړه د معلوماتو راټولولو اړتیا نه لري، اوس ټول خدمتونه تر یو چتر لاندې اجرا کېږي، د جوازونو په نوي وېش کې د فساد او کارونو ځنډېدو ستونزه ختمه شوه.))
دا په داسې حال کې ده چې حکومت دوه کاله وړاندې د الکترونیکي تذکېرو وېش هم پیل کړ، خو تر اوسه دا پروسه له څو ولایتونو پرته نورو ته غځول شوې نه ده او په ګڼو ادارو کې بریښنايي تذکېرې هم ویل کېږي چې د چلښت وړ نه دي.
خلک له حکومت څخه هیله لري چې د حکومتولۍ د بریښنايي کولو لپاره دې بریښنايي جوازونه او بریښنايي تذکیرې ټولو ادارو کې د چلښت او اعتبار وړ وګرځول شي.