تاند، سه شنبه، د سنبلې ۲۶مه: ولسمشر غني نن سهار د علماو شورا له غړو سره په لیدنه کې ویلي، د سولې د پروسې مالکیت به د افغان حکومت په لاس کې وي او اوربند به پکې اساسي شرط وي.

 له ارګه په دې اړه تاند ته په استول شوې خبرپاڼه کې  د ولسمشر له قوله راغلی چې په انډونیزیا او مکه مکرمه کې د افغان علماو دریځ نیونه د دې سبب شوه چې سولې ته شرایط اماده شول.

 ولسمشر ټینګار کړی چې سوله د افغانانو اساسي غوښتنه ده او افغان حکومت به ورته د رسېدو لپاره د ولسوالیو او کلیو په کچه ټول افغانان رامنسجم کړي.

 ولسمشر غني په داسې حال کې سولې لپاره د اوربند شرط اعلان کړی چې تر ده وړاندې یې ویاند صدیق صدیقي ویلي وو چې حکومت تر ټاکنو پورې د سولې هلې ځلې ځنډولې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *