تاند- د یوه بې درکه شوي سړي د بدن پاتې شوني د امریکا په فلوریدا کې له ۲۲ کاله وروسته د ګوګل ارت په مرسته وموندل شوې.

د دې سړي د بدن پاتې برخه د فلوریدا د یوه کلیوالي کور شاته په ډوب شوي موټر کې وموندل شوه.

د ویلنګټن یوه اوسېدونکي د ګوګل ارت په وسیله خپله سیمه کتله چې یوه ډوب شوي موټر ته یې ورپام شول.

ده په کلي کې ډوب شوي موټر ته نژدې کور خبر کړ او وروسته د پرمختللیو کمرو په وسیله څرګنده شوه چې په موټر کې مړی شته.

هاله پولیس سیمې ته ورغلل او موټر یې راوایست.

متخصصان وايي چې دا موټر ډېر کلونه په اوبو کې ډوب پاتې شوی خو طبي معاینو څرګنده کړه چې د جسد پاتې شوني د ویلیم مولیټ دی چې ۲۲ کاله پخوا په ۱۹۹۷ م کال کې بې درکه شوی و.

نوموړی د ۱۹۹۷ م کال د نوومبر په میاشت کې له خپلې انډیوالې څخه د شپې ناوخته په یوه بار کې کتلي و او وروسته یې هیڅ څرک ونه لګېد.

پولیس اوس د نوموړي د مړینې یا ډوبېدو د علت په اړه تحقیقات کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *