تاند- (سې شنبه، د سنبلې ۲۶) د افغانستان حکومت پر ایران انتقاد وکړ چې ولې یې د افغان طالبانو پلاوي ته اجازه ورکړې چې دغه هیواد ته سفر وکړي.

د افغانستان د ولسمشر ویندوی صدیق صدیقي نن (سې شنبه) د ایران له لوري د طالبانو د قطر د دفتر د پلاوي پر کوربه توب د نیوکې په ترڅ کې وویل چې د ایران دا کار د دوو هیوادونو د اړیکو د اصولو خلاف دی.

د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی سُهیل شاهین تایید کړه چې د ملا عبدالسلام حنفي په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی پرون (دوشنبه/ د سنبلې ۲۵) ایران ته تللی دی.

مخکې تر دې چې ښاغلی شاهین دا موضوع اعلان کړي، تاند ته یوې سرچینې وویل چې نه یوازې طالبانو ایران او روسیې ته بلکې څو نورو هیوادونو ته هم پلاوي لېږلي یا لېږي څو د امریکا او طالبانو ترمنځ د اوږدو خبرو د جزییاتو په اړه دغو هیوادونو ته معلومات ورکړي. (تفصیل)

خو سهیل شاهین په خپله ټویټرپاڼه کې کښلي چې د طالبانو پلاوي د ایران د باندنیو چارو وزارت د چارواکو په ګډون د دغه هیواد له یو شمېر مشرانو سره د افغانستان د سولې د وروستیو انکشافاتو، په افغانستان کې د ایران د اقتصادي پروژو د کار د پرمختګ او د دغو پروژو د امنیت په اړه خبرې کړي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی، د طالبانو د پلاوي د سفر په اړه ویلي چې دا کسان د هغو پراخو سلامشورو په چوکاټ کې و چې د ایران اسلامي جمهوریت یې د افغانستان د تحولاتو په ارتباط له ټولو خواوو سره کوي.

د افغانستان د حکومت ویندوی ښاغلي صدیقي له ایراني چارواکو سره د طالبانو د پلاوي د کتنو په غبرګون کې ویلي چې طالبان د سیمې او نړۍ امنیت ته جدي خطر دي او د دې ډلې کوربه توب د هغو ښو اړیکو خلاف عمل دی چې افغانستان یې له خپلو ګاونډیانو سره لري.

په همدې حال کې د طالبانو د قطر دفتر د مرکچي پلاوي مشر شېرمحمد عباس ستانکزي له امریکا غوښتي دي چې د سولې خبرې دې ورسره بیا پیل کړي.

ښاغلي ستانکزي له بي بي سي انګلیسي سره په تازه مرکه کې ویلي، طالبان چمتو دي چې د سولې له هوکړې وروسته له امریکا سره اوربند وکړي.

د طالبانو او امریکایانو د سولې خبرې له هغې وروسته ماتې شوې چې طالبانو د کابل په یو موټر بم برید کې ۱۱ ملکیان او یو امریکايي سرتېری وواژه.

نوموړي ویلي، که امریکا له مذاکراتو مخ واړوي او جګړې ته دوام ورکړي نو دوی مجبور دي چې پر طالبانو د تپل شوې جګړې دفاع وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *