تاند- وسله والو طالبانو د سې شنبې په ورځ یوازې په دوو حملو کې، چې دې ډلې یې مسوولیت په غاړه واخیست تر۵۰ ډېر افغانان ووژل.
طالبانو دا بریدونه په داسې حال کې وکړل چې د قطر د دفتر غړي یې په هیوادونو ګرځي او ورڅخه غواړي چې له امریکایانو سره د سولې د پروسې د بیا پیلېدو غوښتونکي دي.
په پروان کې د اوسني ولسمشر او د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندید اشرف غني د پلویانو غونډې ته نژدې په موټرسایکل بمي برید کې لږترلږه ۲۴ تنه ووژل شول او ۳۲ نور ژوبل شول. د دې خبر د خپرېدو تر شېبې ممکن د وژل شویو کسانو شمېر زیات شوی وي ځکه چې د ۱۱ تنو حال مرګونی ښودل شوی وو.
په پلازمېنه کابل کې د دفاع وزارت د پېژنتون مخته په انتحاري برید کې ۲۲ تنه ووژل شول او ۳۸ نور ژوبل شول.
د کابل او پروان له حملو سره په یو وخت طالبانو بي بي سي راډیو د خپل هغه راپور په خاطر د دې ډلې په وینا د «یرغلګرو» لوډسپېکر وبلله چې په یوه راپور کې یې وویل، تېره میاشت په افغانستان کې د طالبانو او نورو وسله والو ډلو په حملو کې ۹۷۴ تنه وژل شوي دي.
د بي بي سي په راپور کې ویل شوي و چې په اګست میاشت کې په افغانستان کې ۳ بهرني پوځیان، ۱۶ داعشیان، ۱۷ القاعده، ۲۳ افغان دولتي کارکوونکي، ۴۷۳ ملکیان او ۶۷۵ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.