تاند، چهار شنبه، د سنبلې ۲۷مه: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کابل او پروان بریدونه غندي او طالبان یې له تاوتریخوالي څخه پرهېز او پر سوله خپلې ژمنتیا ثابتولو ته وربللي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، طالبان باید د تاوتریخوالی او ویجاړیو د دوام پر ځای سولې ته ژمنتیا ښکاره کړي.
تېره ورځ په کابل او پروان کې د طالبانو دوه جلا ځانمرګو بریدګرو پنځوس کسان ووژل او تر ۸۰ زیات یې ټپيان کړل.
د کابل برید کې پرون ۲۲ کسان مړه او ۳۸ ټپیان اعلان شول، خو ورسره جوخت د پروان په برید کې ۲۶ مړه او ۴۲ نور ټپيان وښودل شول.
د دغو دواړو بریدونو پړه طالبانو پر غاړه واخیسته.