تاند، چهار شنبه، د سنبلې ۲۷مه: برښنا شرکت وايي، تر نن ماښامه پورې به د بغلان او کندوز په ځینو برخو کې شلېدلي د برېښنا لاینونه په بیړني ډول بېرته وصل کړي.

د برېښنا شرکت ویاند وحید الله توحیدي تاند ته په ټلیفوني تماس کې وویل، د په ډنډ شهاب الدین او د عسقلان په حسن تال سیمه کې یې د لاینونو تړلو اجازه د قومي مشرانو په توسط ترلاسه کړې ده، خو د بریښنا پایې له بېخه الوزول شوي دي او دوی به یې په اساسي ډول د لاینونو وصلولو کار لږ تر لږه ۱۵ ورځو کې بشپړ کړای شي.

نوموړی وايي، له څلورو ورځو راهیسې د دغو لاینونو په پرې کېدو سره د ۱۲ ولایتونو برېښنا قطع شوې وه خو اوس به د نن چهار شنبې ورځې تر ماښامه دوی په اضطراري ډول لاینونه بېرته وصل کړي.

طالبانو څو ورځې وړاندې دوه ځایه په بغلان، یو ځای په کندوز کې کابل او ۱۲ ولایتونو ته راغلې برېښنا او دوه ځایه په میدان وردګو کې غزني ته تللې بریښنا قطع کړه او پایې یې په بمونو والوزولې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *