تاند، چهار شنبه، د سنبلې ۲۷مه: د هرات چارواکو د دې ولایت د ګذرې ولسوالۍ په سیاوشان کلي کې د داعش خراسان ډلې د مرستیال مشر د نیولو خبر ورکړی دی.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد تاند ته په دې تړاو تلیفوني تماس کې د نیول شوي داعشي مشر نوم پټ وساته خو زیاته یې کړه چې نوموړی له ننګرهار څخه هرات ته تللی او له هغه ځایه یې ترهګریز فعالیتونه کنټرولول.

افغان امنیتي ځواکونو تېره اوونۍ هم په کابل کې د داعش ډلې د ۲۹ بریدونو طراحان نیولي وو، خو په هرات کې د دغې ډلې د مرستیال مشر نیول کېدلو هغه اندېښنې زیاتې کړې دي چې داعش په لویدیځو ولایتونو کې هم ریښې ځغلولې دي.

One thought on “هرات کې د داعش خراسان ډلې مرستیال مشر نیول شوی”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *