سید رضا ځلاند

سریزه

سوله د هرې ټولنې او هر ملت حیاتي ارزښت ده، د بشري ټولنې غوښتنه او اړتیا ده سوله د الله (ج) غوښتنه ده او په اسلامي نصوصو کې زیات ټینګار ورباندې شوی دی الله عزوجل خپلو مخلوقاتو ته په اړیکو کې د سولې امر کړی ده چې تاسې په خپلو منځونو کې سوله وکړئ ځکه سوله هغه څه ده چې انسانانو ترمنځ دښمني له منځه وړي، جګړو ته د پای ټکی ږدي، فساد، مخالفتونه، وژنې… ورسره پای ته رسیږي او ټولنه د بهبود او پرمختګ په لورې ځي نو هغه ټولنې، ملتونه او هېوادونه بریالي دي چې هلته سوله وي، ټول پرمختګونه په سوله کې نغښتي دي چیرته چې سوله وي هلته پرمختګ هم شونې دی کله چې په یو هېواد کې جګړه وي د جګړې تاثیرات هېواد د ضعف خواته بیايي نو څنګه به پرمختګ وکړي ښکاره خبره ده چې دا ډول ټولنې جنګ ځپلې وي، کشالې او لانجې پکې زیاتې وي نو په دې ډول ټولنو کې تر هر څه زیات سولې ته اړتیا دی خلک يې که څه هم ټیټ شعوره وي خو ولې د سولې په ارمان وي تر بل هر چا زیات سولې ته تږي وي، شپه او ورځ د سولې راتلو په هیله وي افغانستان چې یو جنګ ځپلی هېواد دی او له څو لسیزو راهیسي جنګ جګړه پکې دوام لري ملت يې سوله غوښتونکی او سوله خوښوونکی ده او دا مهال زیات سولې ته اړتیا لري هغه ملتونه زیات د سولې په ارزښت پوهیږي چې هلته جګړه شوي وي یا جګړه پکې دوام لري، جګړې شته اسانتیاوې له منځه وړي، ارزښتونه يې تلفین کړي وي، په دا ډول ټولنو کې د ژوند لومړیتوبونه ته لاسرسۍ اسانه نه وي نو خلک يې زیات سولې راتلو په ارمان وي چې سوله پکې یو لازمي ارزښت په توګه پیژندل شوې وي ډير کله ملتونه سوله غوښتونکي وي خو ولې ځينې داخلي او خارجي فکتورونه وي چې سوله نه غواړي چې د هغوی ګټې به په جګړې کې خوندي وي د خپلو شومو اهدافو لپاره جګړه غواړي او یو نه، یو ډول جنګ ته مشروعیت ورکوي په ټولنه کې یو شمېر اقشارو اذهان تر کنترول لاندې راولي تر څو ګټه ترې پورته کړي او خپلو هدفونو ته پرې ځانونه ورسوي خو زما په اند هوښیار ملتونه به هغه وي چې په هیڅ ډول جګړې مشروعیت ته په اسانۍ تسلیم نشي او جګړه په غاړه وانخلي خدای مه کړه چې بیا به د جګړه غوښتونکي ملت په نوم پیژند کیږي د دې لپاره چې خلک په سوله کې ژوند تېر کړي اړتیا ده چې د سولې په ارزښت، ګټو، د سولې په زده کړه، د سولې په وړاندې شته خنډونو، د سولې په خارجي داخلي فکتورونو وپوهیږي او د سولې راوستلو لپاره دې په معقولو تګلارو وپوهیږو په دې لېکنه کې به پر همدې موضوعات تفصیلي بحث وشي.

د سولې ارزښت

سوله د يوې ټولنې په ژوند کې اساسي حالت دی پرته له سولې پرمختګ ناممکن ده په سوله کې ټولنه د ښیرازۍ په لورې درومي کله چې سوله موجوده وي زده کړه صورت نیسي، پرمختګ رامنځ ته کیږي، نظام پیاوړی کیږي او بلاخیره هېواد جوړیږي چې د خلکو ژوند هم ورسره د ښه والې خواته ځي دا او دې ورته ټول پرمختګونو او لاسته راونې په سوله کې نغښتي دي دې ټولو لاسته راونو پرمختګونو ته په کتو فکر وکړئ سوله څومره ارزښت لري د سولې ارزښت خو ځکه زیات ده چې د ټولنې ټول هغه فکتورونه چې په اساس يې کولی شي لوړو پوړیو ته ورسیږي په سوله کې نغښتي دي، د سولې له اهمیت هیڅکله سترګې نشو پټولی، د سولې ارزښت په هغو ټولنو کې ښه محسوسیږي چې جنګ ځپلې وي له کالونو راهیسي پکې جګړې ترسره شوي وي نو ځکه افغاني ټولنه هم تر ټولو زیات د سولې په ارزښت پوهیږي دلته خلک له جګړو ستړي دي جګړو يې خپل خپلوان ترې اخیستي دي، له زده کړو يې بې برخې کړي دي په ټوله کې جګړې سره بې امنیتي، غلا، لوټماري، غصب، رشوت، قسم قسم فسادونه… فتنې راپیدا کیږي خو برعکس په سوله کې نیکمرغي، زده کړې، عدالت، یووالی، امنیت تامین… چې د هرې ټولنې غوښتنه ده او دا يې اساسي اړتیا ده نغښتې دي نو له دې څه هم واضیح معلوميږي چې سوله څومره ارزښت لري که سولې ارزښت نه لرلی نو الله تعالی به ورباندې ټينګار نه کاوه په ډيری دیني احکامو کې په سوله باندې ټينګار شوی دی الله (ج) فرمایلي دي: ( إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ)

 ژباړه: په تحقیق سره مومنان خو یو د بل سره وروڼه دي، نو د خپلو وروڼو په منځ کې مناسبات سم او سوله وکړئ.

نو له دې مبارک آیت شریف څخه داسې جوتیږي چې سوله څومره ارزښت لري او الله تعالی هم په سوله باندې ټينګار کوي چې سوله وکړئ! نو الله(ج) ورباندې ټينګار کوي تاسو بیا څوک يئ! چې جنګ لاره مو غوره کړې ده آيا تاسو له الله عزوجل څخه بهتره یاست؟ نو راځئ چې د سولې په ارزښت پوی شو خپل هېواد په خپله جوړ کړو جګړییز افکار له ذهنه وباسو او سوله ییز افکار خپل کړو کله چې په سوله کې دومره ګټې نغښتې وي او د یوې ټولنې لپاره حیاتي رول لري په عملي کیدو کې يې څه تاوان ده ولې يې نه عملي کوو؟ ستاسې وجیبه ده چې سولې ته د ارزښت په سترګه قایل شئ سوله ده چې ستاسې له بدمرغیو، ناخوالو او جنګونو خلاصوي تر څو پورې چې سوله ییز فکر پیدا نه کړی د سولې په ارزښت ونه پوهیږئ همداسې بدبختیو کې به ګیر وی همداسې به وژل کیږی د بل تر واک لاندې به کار کوی همدلته فکر وکړئ غلامه ښه ده که سوله، ګورئ همدغه سوله ده چې تاسې له غلامۍ څخه خلاصوي، سوله ده چې تاسې له جګړو څخه په امان کوي، سوله ده چې ستاسې آرامه ژوند تضمینوي، سوله ده چې ستاسې هېواد پرمختګ په لورې بیايي، سوله ده چې ستاسې باسواده کوي دغو ټولو بریالیتوبونو ته په کتو د سولې ارزښت بیا هم په ډاګه کیږي.

د سولې ګټې

څه ډول چې سوله د ژوند اړتیا ده پرته له سولې ژوند ناکراره وي خلک له بیلا بیلو بحرانو سره مخ کیږي خو یوازنۍ لاره سوله ده چې ټولنه د رغون او کرارۍ په لوري رهي کوي د دې لپاره چې تکراري خبرې مو نه وي کړي په مشخصه توګه به د ځینو ګټو یادونه وکړو چې سوله يې په ځان کې لري خو دا به په دې مانا نه وي چې سوله بس همدغه ګټې لري او بس، نه داسې نه ده سوله په خپل وجود کې بې شمیره ګټې لري چې د ټولو یادونه به يې زما په اند مشکله وي.

۱ سوله مینه او محبت رامنځ ته کوي: دا هغه کار دی چې د خلکو ترمنځ نفرتونه له منځه ځي او نفرتونه، کرکه يې په مینه او محبت بدلیږي ځکه په سوله کې ژوند آرامه وي کله د خلکو ژوند آرامه شو د خلکو ترمنځ اړیکې او تناسبات ښه پالل کیږي د دوستۍ فضا رامنځ ته کیږي معمولآ چې اړیکې يې مینې او محبت لاره خپلوي د خلکو ترمنځ کرکه، حسد او کینه په مینه بدلیږي او مینه هغه څه ده چې ټولې کرکې او نفرتونه له منځه وړي نو طبآ د ژوند سطحه ښه کیږي د همدردۍ قوه په ټولنه کې قوي کیږي چې د خلکو ښه ژوند سهولت ورسره تړلی ده.

۲ د ټولنې د وحدت او یووالې لامل ګرځي: وحدت او یووالی هغه څه دي چې ملتونه ویش ته نه پریږدي په یووالې کې د ملي وحدت تامین نغښتی ده خوشبختانه چې سوله وحدت او یووالی رامنځ ته کوي او دا هغه څه دي چې د هرې ټولنې غښتلتیا پکې نغښتې ده کامیابه ټولنې او ملتونه هغه دي چې یووالی ولري او وحدت يې تامین وي هیڅکله دا ډول ټولنې د رکود حالت ته په اسانۍ نه ځي ځکه چې اتفاق موجود وي.

۳ فساد له منځه ځي: فساد یوې ټولنې لویه مضره ناروغي ده چې په ځينو ټولنو کې د نطفې په حال کې وي او وجود يې چندانې نه محسوسیږي خو په ځینو ټولنو کې دومره پراخه شي چې پولیس له غلو، داړه ماران مشرانو سره او وزیران له پاچاهانو سره ملګري شي نو په هغه صورت کې نظام د سقوط او ړنګیدلو سرحد ته رسیږي، د بشر په تاریخ کې په سلګونه امپراطورۍ او نظامونه د اداري فساد له لاسه کمزورې شوي او له منځه تللي دي، فساد هغه څه د ي چې جنګ ته لاره برابروي چې په نتیجه کې يې وینه تویدل رامنځ ته کیږي فکر وکړی کله چې د سولې منځ ته راتلو سره فساد له منځ لاړ شی دا د سولې څومره لویه ګټه وي.

۴ پرمختګ رامنځ ته کوي: هر ملت او ټولنه د پرمختګ غوښتوونکې ده خو دا هر څه هلته کیدای شي چې سوله موجوده وي که چیرته جګړه دوام ولري آيا تاسیسات به جوړ شي، سرکونه به جوړ شي، نظام به پیاوړی شي، معلومه ده چې نه، خو که سوله موجوده وي دا هر څه صورت مومي ښوونځي به جوړ شي، ترانسپورټ سیستم به منظم وي، د ژوند کولو سطحه به ورځ په ورځ لوړو پوړیو ته رسیږي ښکاره ده چې پرمختګ رامنځ ته کیږي.

۵ خلک د یو قانون لاندې چارې پرمخ بیايي: په کومو هېوادونو کې چې جګړه روانه وي فساد موجود وي زورواکې او مافیايي کړۍ قانون ته غاړه نه کیږي قانون ساتونکې قانون ماتوونکې او قانون جوړونکې وي دوی قانون د خپلو ګټو په نظر کی نیولو سره تعبیروي چې په دې صورت کې د قانون یو اصل چې پر ټولو یو شان د تطبیق وړ دی نقض کیږي خو که سوله موجوده وي بیا څوک دا جرئت نشي کولی چې په قانون پښه کیږدي د خلکو ژوند چارې په عادي ډول روانې وي ناوړه پیښې پکې نه کیږي، د چا ژوند ته پکې ګواښ نه وي خلک د قانون په سیوري کې سوله ییز ژوند کوي مجازات او مقافات موجود وي او په خلکو باندې یو شان قانون پلی کیږي چې دې سره په  سوله کې د انسانانو د ژوند حقونو تضمین کیږي.

۶ ټولنه د اخلاقي فساد او بدبختیو په امن کیږي، موږ او ستاسو ته معلومه ده چې جګړه نه یوازې دا چې ویجاړي رامنځ ته کوي بلکې ډیر تاثیرات پر ټولنه نور هم لري ټولنیز ژوند له ګډوډیو سره مخ کوي دا آغیزمنتیا کیدای شي په اقتصادي لحاظ وي کیدای شي په فرهنګي، سیاسي، اخلافي، ټولنیز او روحي برخو کې خپل تاثیرات ولري سوله ده چې دغه بدبختیو لمن لنډوي ټولنه په یوه آرامه فضا کې ژوند تېروي. 

۷ سوله خیر ده: سپیڅلې وینا ده چې ( والصلح خیر) په سوله کې خیر ده، په سوله کې خو ځکه خیر ده چې وژنې، قتلونه، بدبختۍ، هر ډول تېري… له منځه وړي او خلک له هر ډول کشالو په امن کې وي چې ژوند دې آرامه شو او له هر څه په امن او آمان کې شوې نو خیر او خیرت ده.

۸ په سوله کې ثواب ده: په دیني نصوصو کې هم په سوله باندې ډير ټینګار شوی ده او په سوله امر شوی دی بلکې هغه چا ته پکې هم ثواب ده چې سولې لپاره هڅې کوي، الله تعالی فرمایلي دي (لا خَيْرَ فِي كَثِيرٍ مِنْ نَجْوَاهُمْ إِلَّامَنْ أَمَرَ بِصَدَقَه أَوْ مَعْرُوفٍ أَوْ إِصْلاحٍ بَيْنَ النَّاس) النساء، ۱۱۴آیت

ژباړه: او څوک چې د الله تعالی د خوشحالولو په خاطر داسې ( د سولې په لاره کې هڅه) وکړي هغه ته به موږ لوی ثواب ور په برخه کړو.

سوله په سلګونه نوره ګټې هم لري چې د ټولو یادونه به يې ستونزمنه وي خو د یو څو یادونه يې ما وکړه هیله ده چې ګټه ترې پورته کړی او په خپل ژوند کې يې عملي کړئ.

د سولې زده کړه

زده کړه د نړیوال امنیتي سیستم یوه برخه ده چې سوله ییز بدیلونه روښانه کوي زده کړه د یو شي د ماهیت پیژندلو اساسي لاره ده که نن سبا په نړۍ کې هر څومره پرمختګونه شوي دي او یا به رامنځ ته شي د ټیکنالوژۍ په برخه کې دا ټول د زده کړې برکت ده، زده کړه هر هغه څه موږ ته روښانه کوي چې پخوا مخکې تر دې نه پرې پوهیدلو یا هغه پټ اړخونه او رازونه څرګندوي چې یا نه پرې پوهیدلو یا مو له سترګو پټ وو خو د زده کړې پواسطه اوس راته روښانه شول، دلته زموږ مقصد زده کړې څخه د سولې کلیمې لغوي او اصطلاحي ماناوو پيژندل نه دي، بلکې د سولې هغه فکتورونو پيژندل دي چې څنګه کولی شو په تعقیب سره يې سولې ته نژدې شو ټولې هغه لارې چارې پيژندل چې په عملي کولو سره يې کولی شو سولې ته یو قدم ورنژدې او یو قدم رانژدې شي چې په نتیجه کې سوله رامنځ ته کړو یا د هغو روشونو پيژندل چې پواسطه يې کولی شو سولې ته ورسیږو، تر څو پورې هغه موارد چې پواسطه يې سولې ته رسیږو ونه پیژنو او تخنیکي اړخونو يې پوی نشو لږه څه به ستونزمنه وي چې سولې ته دې په دومره لنډ او تنګ وخت کې ورسیږو مخکې له دې چې دې بحث ته دوام ورکړم باید دا یادونه وکړم چې هیڅ داسې ستونزه نشته چې حل لاره ونه لري  شخړه او تاوتریخوالی چې په هره کچه وي خامخا د هواري او حل لاره لري هیڅ داسې شخړه او اختلاف نشته چې بلاخره نه وي حل شوي خو ولې ځینې مسائل اوږدمهاله دوام پیدا کوي چې یو هم د افغانستان سوله مسئله ده هیله ده چې دغه مسئله هم ژر د حل پړاوو ته ورسیږي کله چې وغواړو یو ستونزه حل وفصل کړو لومړۍ باید د دې ستونزې قرینه اصلي (رېښه) پیدا کړو او هغه وپیژنو او بیا يې د حل لارې چارې وڅیړو د جګړو او شخړو حل د هغوی په رېښو کې پروت دی او دا هر څه د خبرو پواسطه حل مومي د افغانستان اوسنۍ جګړه او سوله له ستونزو ډکه ده یو خو دا چې په افغانستان کې روانه جګړه یوه نااعلان شوې جګړه ده اسلام سپڅلی دین دا ډول جګړې ته جواز نه ورکوي ( په اسلام کې جګړه د ولس کار نه، بلکې په دولت پورې تړلی کار دی د جنګ یا قتال اعلان یوازې بر حاله حکومت کولای شي، خو د فرد لپاره له حکومتي پریکړې پرته د جګړې جواز نه شته، په اسلام کې د جنګ اعلان لازمي دی، نیابي جګړه په اسلام کې ناروا ده اوس چې هر څوک نیابتي جګړه کوي د اسلام خلاف ده. (اسلام، سوله که جګړه؟ ۲۷ص)

خپلمنځي ستونزې او د بهرنیانو لاسوهني په دې هېواد کې د جګړې اصلي لاملونه بلل شوي دي، دا جګړه ډیر نور اړخونه هم لري او پکې د ښکیلو غاړو موخې او لید لوري هم سره توپیر لري، نو پوښتنه دا ده چې دا غاړې به د سولې لپاره څرنګه پر یوه میز راټول شي؟ ګاونډي هېوادونه ایران پاکستان له افغانستان سره لانجې لري دواړو هېوادونو په شمول یو شمېر نور هېوادونه هم په افغانستان کې مستقیم او غیر مستقیم روسخ لري او خپلې ګټې په یو جنګ ځپلي افغانستان کې غواړي آیا دوی یو باثباته افغانستان غواړي؟ دغه مسئله لږه جنجالي ده ځکه که په افغانستان کې سوله راځي ایران به وړیا اوبه له کومه ځایه کوي پاکستان د جغرافیي پر سره لانجه؟ او بل لوی ځواک هېوادونه روسیه، چین او امریکا غواړي چې دلته د دوي تر چتر لاندې نظام رامنځ ته کړي چې د دوي ګټې خوندي وساتي یا حد اقل په وړاندې يې غږ اوچت نه کړي او چپ پاتې شي، په کور دننه ځینې کړۍ نه غواړي چې سوله وشي دوی هم خپلې ګټې په جګړه کې ویني، د ښکیلو غاړو غوښتنې متفاوتې دي، یو لوری ولسواکي او بل لوری ټینګ اسلامي نظام، یو د بهرنیانو شتون څه نا څه ملاتړ او بل يې نه غواړي بیا هم همغه پوښتنه کوم چې دا غاړې به د سولې لپاره څرنګه پر یوه میز راټولې شي؟ ناممکنه نه ده که دې ټولو ستونزو او خنډونو ته معقولې لارې چارې او تګلارې ولټو او هره ستونزه تر غور لاندې ونیسو او ورته د حل لارې وڅیړو کولی شو چې ښکېلې غاړې پر یوه میز سره راټولې شي خو که دوی چیرته رښتینې سوله غواړي دا کار ممکن ده په ټوله کې امن او سوله د دوه غاړو د دښمنۍ پای ته رسول او پخلا کولو ته وايي خو تر هر څه مهم د سولې خبرو لپاره غاړه کیښودل او تیاری نیول دي تر څو پورې چې متقابلې ډلې خبرو کولو ته غاړه نه ږدي سوله صورت نه مومي د سولې مقدماتي پیل همدا دی چې حد اقل دواړه جانب دې لومړنیو خبرو کولو ته شین کارت ښودلی وي ورپسې نوره پړاوونه شروع کیږي، لکه: لومړنۍ ناسته په کوم ځای کې وشي، د وخت ټاکل خو یوه بله د پام وړ خبره هغه یو بې طرفه دریمګړی ډیر مهم دی چې دا جریان په صادقانه توګه مخ ته یوسي ځکه دواړه ښکیلې غاړې نشي کیدای چې د لومړي ځل لپاره مخامخ کیني او پر حساسو مسایلو دې سره وغږیږي، بلکې سوله یوه څو پړاویزه او څو بعدي سلسله ده سوله په یوه او دوه ورځو کې نشي راتلای طبعآ چې دواړه غاړو به ډيره قرباني ورکړي وي ډير تاوانونه به يې ګاللي وي نو څنګه کیدای شي چې په دومره لنډ وخت کې یوې موافقې ته ورسیږي، سوله یو جریان دی او د سولې خبرې به په سلسله وار ډول پرمخ ځي، په بل پړاوو کې به دوی پر دې غږیږي چې پر څه څه وغږیږي، یو لوری څه غواړي او بل لوری څه غواړي معمولآ چې دواړه لوري به یو څه له لاسه ورکوي او یو څه به ترلاسه کوي دوی به له ځينو خپلو غوښتنو هم تېریږي او ځینې به يې منل کیږي دا هم باید په ډاګه شي چې د یو لوري لپاره او د بل لوري لپاره سرې کرښې څه دي؟ او په دې څه ډول بحث وشي د حل لاره يې څه ده دواړو توافق په نتیجه کې به یوې موافقې ته رسیږي.

سولې ته د رسیدو لپاره یو بل مهم کار ملي او سیمه اییزه اجماع ده د افغانستان د سولې مثال به ورکړو دلته په کور دننه او سیمه اییزه کچه اجماع مهمه ده دا پر پایلې مثبته اغیزه پریباسي په سیمه اییزه سطحه د ګاونډیو هیوادونو همغږي مهم فکتور دی طبعآ دوی به هم خپلې ګټې لري سیمه ییز حکومتونه هم خپل سیاست ته تغییر ورکوي، سیاست پایداره نه ده تل تغییر خوري، که پخوا کوم هیواد خپله باندینۍ پالیسي جوړوله یوازې د خپلو ګټو په نظر کې نیولو سره يې لیکله خو ولې نن داسې نشي کیدای، ته هم په یوه سیاسي جغرافیه کې قرار لرې او دوی یعنې ګاونډي او سیمه ییز هیوادونه هم خپلو ګټو خوندي کول غواړي او په سیمه کې مهم نقش لوبوي هغه که په اقتصادي، سیاسي، فرهنګي او هر لحاظ وي نو اړ يې چې د هغوی ګټو په نظر کې نیولو سره خپله بهرنۍ پالیسي ولیکې! پرته له دوی په سیمه کې ګټې نشي خوندي کیدای د دې لپاره چې سیاسون، حکومت، ولس، هیوادونه او په خپله ښکیلو غاړو سیاستونه او ګټې واحدې شي یوې غښتلې طرحې ته اړتیا ده چې دغه ټول موارد پکې وسنجول شي او پر یو څه توافق وکړي بیا هم وایم چې دا هر څه امکان لري خو کله چې د قضیي ټول اړخونه په رښتینې ډول سوله غوښتونکې وي تر څو په خپل منځ کې د مذاکراتو لپاره پر یو میز د دریمګړي په موجودیت کې کیني په تدریجي ډول پر یادو ټکو جرو بحث وکړي او د حل لارې ورته ولټوي نه داسې چې یو لوری پر بل ځان معتبر وګڼي دا بیا د سولې نیت نه دی، نو ویلی شو چې د سولې خبرې باید تدریجي بڼه ولري چیرته چې دومره اوږده جګړه شوي وي نو دا به فکر نشي کیدای چې موږ دې په یوه یا دوه ورځو کې سولې ته ورسیږو، د سولې خبرې یو جریان ده او دا جریان باید دوام ولري او په هره غونډه کې په انتخاب شوې اجنډا باندې وغږیږي او یوې مثبتې پایلې ته دې ورسیږي، مثلآ په یوه غونډه کې دې، په دې بحث وشي چې په کومو ټکو غږیږو او څه ډول غږیږو؟ د حل لارې يې په څه کې دي په بله غونډه کې دې په اختلافي نقاطو وغږیږي داسې بحث دې وشي چې اختلافي ټکو ته حل لارې ولټول شي نه داسې چې اختلاف موارد نوره اختلاف هم پیدا کړي او سوله له خنډ او ځنډ سره مخ کړي، هغه عوامل دې وپيژندل شي چې د سولې پروسه سب تاژ کوي او څنګه ورته د حل لاره پيدا کول شو؟ زه مطمئین یم که چیرته د ښکېلې غاړې پورته یاد شوي ټول موادر په پام کې ونیسي او په رښتینې ډول سوله کول غواړي ډیر ژر به یوې هوکړې ته ورسیږي او د سولې زیري به راوړي.

پایله

څه ډول چې سوله د بشر غوښتنه ده او سوله ییز ژوند د هر انسان حق ده خو دا چې ځینې ملتونه له دغه حق څخه بې برخې دي او د سولې راتلو پسې شپه او ورځ په تلاش کې دي دلته خلکو ته په کار ده چې متحد شي په ګډه د سولې راتلو لپاره هڅې وکړي، د یو ښه ژوند ډير رازونه په سوله کې پراته دي نو که بشر ښه ژوند غواړي د سولې په ارزښت دې پوی شي سولې ته دې لومړیتوب ورکړي د دې لپاره چې افغاني ټولنه هم دې ستر ارمان او لوی نعمت څخه برخمنه شي خلک باید متحد شي د سولې په رامنځته کیدو پسې دې هڅې وکړي ټولې هغه لارې چارې دې په ګوته کړي چې تعقیب سره يې کولی شي دغه سترې هیلې ته ورسیږي د دې لپاره چې موضوع اوږده نشي او لېکنه دلته جمع آوري کړم د لاندې نقاطو یادونه اړینه ګڼ چې د سولې په پروسه کې دې په پام کې ونیول شي.

  • اوربند دې وشي تر څو د سولې خبرې اترې ګټورې تمامې شي که اوربند ونشي خدای مه کړه د سولې په وړاندې خنډونه ایجاد نشي.
  • لورې دې سولې ته لومړیتوب ورکړي.
  • د سولې په خبرو کې دې رښتینې و اوسیږي.
  • په واک کې ټولو ښکېلو غاړو ته ګډون او برخه ورکول.
  • ټولو خواو ته دې د سولې په خبرو اترو کې موقع ورکړل شي او ټولو خواو لپاره دې یوه باوري فضا رامنځ ته شي.
  • سالم چاپیریال چې ښکېلې غاړې په ټولو ستونزو او د سولې په اړه په آزاده فضا کې بحث وکړي
  • منځکړیتوب ((دریمګړی)) دا یو ډير مهم فکتور دی دریمګړی مرکزي رول لوبولی شي چې باید بې پرې وي تر څو په دې پروسه کې یا راتلوونکې نظام کې د خپلو موخو لپاره خپلې خوښې کسان ځای پر ځای نه کړي.
  • ټول هغه موارد پيژندل چې سوله ګواښي او د حل لپاره يې لارې لټول.
  • احساساتي چلند باید ونشي، ښکېلې غاړې له بیځایه غرور څخه دې تېرې شي او صادقانه چلند دې وکړي.

باوري یم که چیرته دا او دې ته ورته ټکي په پام کې ونیول شي او په رښتینې ډول د سولې لپاره نیت هم موجود وي او دغه ټول موارد تر غور لاندې ونیول شي او عملي ګامونه واخیستل شي لرې نه ده چې ډير ژر به سولې ته ورسیږو.

د یوې تل پاتې سولې راتلو په هیله!

ماخذونه

۱. پتنګ، میر اصیل ډاکټر. د سولې لار. (۱۳۹۶) کال: افغان خپرندویه ټولنه

۲. خان، وحید الدین. فضل الباري، بریالی. اسلام؛ سوله که جګړه. (۱۳۹۵) کال. چاپ وار.۱. ۲۷ص

۳. بي بي سي پښتو

۴.فېسبوک

۵. لروبر

۶ – انعکاس راډیو

۷. تاند ویبپاڼه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *