کله چې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې هوکړې ته نږدې شوې ورسره سم دا اوازې خپرې شوې که دا هوکړه لاسلیک شي، د افغانستان ټاکنې نه کیږي او د یو موقت حکومت لپاره ښکیل اړخونه سلا شي چې د سولې پروسه او ټاکنې مدیریت کړي.
د ټاکنو د ځنډ له دې اوازې سره د ولسمشرۍ ځینو نوماندانو بیخي کمپاین پيل نه کړ او هغو نوماندانو چې کمپاین پيل کړی و، پراخ کمپاینونه یې نه کول چې ګنې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له لاسلیک وروسته به ټاکنې وځنډیږي.
یواځې حکومت په دې باور درلود چې ټاکنې حتمي کیږي، د سولې خبرې د امریکا او طالبانو ترمنځ دي او ټاکنو پروسه د افغانان ده چې پيسې او مدیریت یې هم د افغانانو له خوا دی.
په همدې اساس کمپاینونه پراخ و او دا ډاډ و چې د سولې خبرې به په ټاکنو هیڅ اغیز و نه لري، او سولې ته د رسیدو لپاره ټاکنې ضروري دي چې یو منتخب حکومت د سولې پروسه مخ ته یوسي.
اوس چې د امریکا ولسمشر لومړی له طالبانو سره د سولې خبرې وځنډولې او بیا یې مړې وبللې، د ټاکنو په پروسه د عامو خلکو او نوماندانو باور زیات شوی چې ټاکنې حتمي کیږي او پرته له ټاکنو افغانان بله لار نه لري.
د دې لپاره د ټاکنو کمېسیون پوره چمتووالی نیولی او له پلان سره سم زیات شمېر ولایتونو ته مواد رسیدلي دي، اوس نو نوماندانو ته پکار ده چې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي، خپله برنامه وړاندې کړي او د کمپاین ساحه پراخه او خلک ټاکنو کې ګډون ته وهڅوي.
په ټاکنو د بې باورۍ لامل دا و چې نوماندانو خپل کمپاینونه ولایتونو ته نه دي غځولي، خو اوس چې امریکا هم له ټاکنو ملاتړ اعلان کړ او په دې برخه کې ۲۹ میلیونه ډالري مرسته هم اعلان کړه ، د ټاکنو په ترسره کولو کې هیڅ شک نه دی پاتې، یواځې دا چې خلک د رای مرکزونو پر لور تشویق شي او دا باور ورکړل شي چې راتلونکی ولسمشر د دوی په رای راځي او باید ټاکنو کې ګډون وکړي.
د ټاکنو په تړاو عامه پوهاوی د هر چا مسوولیت دی، ځکه د افغانانو دښمنان هڅه کوي چې دا پروسه سبوتاژ کړي، د سرتاسري والي او شفافیت مخه یې ونیسې چې د راتلونکي حکومت مشروعیت ترسوال لاندې راولي.
د افغانستان جګړه د همدې موخې لپاره ده، د طالبانو فعالیت د همدې لپاره دی چې افغانان هیڅکله هیڅ پروسه په سم ډول ترسره نه کړي او هر ملي پروسه باید له ننګونو سره مخ وي، خو په ټاکنو کې پراخ ګډون سره به افغانان د دښمن په مخ کلکه څپړه ورکړي.
لکه د تېرو ټاکنو په څېر به دا ځل هم افغان ځواکونه د ټاکنو او رای اچولو مرکزونو امنیت خوندي کوي او طالبانو او باداران به یې ټیټ سترګې پاتې شي، زه باور لرم چې افغانان به دا ځل ټاکنو کې هم حماسه کوي او د خپلې خوښې نوماند ته به رای ورکوي.
له نورو ټاکنو سره د دې ټاکنو توپير په دې کې دی چې له نیمایي زیاته بودجه یې افغانان ورکوي او مدیریت یې هم په بشپړ ډول له افغانانو سره دی، نو د بهرنیو له لاسوهنې پاکې دي او خلک به خپل برخلیک خپله رای باندې ټاکي.
نو ټاکنو کې ګډون وکړئ، د دښمن په مخ کلکه څپيړه ورکړئ او خپل راتلونکی زعیم وټاکئ، داسې زعیم چې اقتصاد مو پياوړی او سولې ته مو ورسوي.