تاند- (پنجشنبه، د سنبلې ۲۸) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان له حکومت او انتخاباتي کمیسیونونو څخه یې په تکرار غوښتي چې شفاف او د اعتبار وړ انتخابات وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا اعلان پرون (چهارشنبه) په داسې وخت کې وکړ چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو ته ۹ ورځې پاتې وې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغان رای ورکوونکي، چې په انتخاباتو کې په ګډون خپل ژوند له خطر سره مخامخوي، د دې مستحق دي چې پوي شي د انتخاباتو پایله د دوی په رایو معلومېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همداراز ویلي چې ايتلافي ځواکونه او مرستندویان، چې افغانانو ته یې د خپل مشر د ټاکلو د زمینې د برابرولو لپاره قربانۍ ورکړي دي، د دې حق لري چې اعتماد یې حاصل شي.
د امریکا د باندنیو چارو وزارت وايي«موږ د افغانستان له اورګانونو هیله لرو چې داسې ګامونه واخلي څو افغان رای ورکوونکو ته د انتخاباتو شفافیت او باوري توب یقیني شي.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په عین حال کې ویلي«موږ ټول کاندیدان د هغو ژمنو د رعایتولو مسوول بولو چې دوی لاسلیک کړي دي.»
ټولو کاندیدانو یو لړ اصول منلي چې پر اساس به یې د بایللو په صورت کې جنجال نه کوي، غیر اخلاقي او سپکنده څرګندونې به نه کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همداراز ویلي«موږ د طالبانو په شمول پر ټولو خواوو ږغ کوو چې افغان رای ورکوونکو ته د انتخاباتو په ورځ د حملې له ډاره پرته د رای ورکولو مرکزونو ته د تګ ډاډ ورکړي.»
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو رای ورکوونکو ته مخکې تر مخکې خبرداري ورکړي او د سې شنبې په ورځ یې په پروان کې د ولسمشر اشرف غني د ملاتړکوونکو پر غونډې بمي برید وکړ چې تر ۲۴ زیات عام افغانان پکې ووژل شول او تر ۳۰ ډېر نور ژوبل شول.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له لوري انتخاباتي کارکوونکو او رای ورکوونکو ته خبرداري په کلکه غندلي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همداراز ویلي چې په افغانستان کې مېشت امریکايي او ناټو ځواکونه به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړي.
ټاکل شوې ده چې د میزان په ۶ مه (۸ ورځې وروسته) د ولسمشرۍ انتخابات وشي.
اوسنی ولسمشر اشرف غني او اجراییه ريیس عبدالله عبدالله مخکښ کاندیدان ګڼل کېږي.