تاند- افغانستان او پاکستان د اسلامي همکارۍ موسسې(اوآی سي) د عمومي منشي پر مرستیالۍ له یو بل سره په سخته سیالۍ کې مخامخ کېږي.
د سعودي عربستان د عرب نیوز ورځپاڼې د راپور له مخې د دې چوکۍ لپاره به د (OIC) اوآی سي د بهرنیو چارو وزیرانو د څلوېښتمې غونډې په ترڅ کې رایې واخیستل شي.
ټاکل شوې ده چې د دې ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو څلوېښتمه غونډه راتلونکې میاشت د ګېنې په پلازمېنه کوناکري کې جوړه شي.
اندونیزیا او مالیزیا هم د سرمنشي د مرستیالۍ چوکۍ ته کاندید دي.
د اسلامي همکاریو د موسسې سرمنشي پنځه مرستیالان لري. یو یې د سیاسي چارو لپاره دی، چې عموماً سعودي عربستان ته ځانګړی وي. بل مرستیال یې د فلسطین چارو ته ځانګړی وي او عموماً فلسطینیانو ته دا چوکۍ ریزرف ده خو پاتې درې چوکۍ د د دې ټولنې د عربي، اسیايي او افریقايی هیوادونو ترمنځ وېشل کېږي.
د اسیايي هیوادونو ترمنځ د دې چوکیو پرسر سیالي وروسته له دې زیاته شوه چې هم افغانستان او هم پاکستان وویل چې سعودي او نور هیوادونه د دوی ملاتړ کوي.
پاکستان په سعودي عربستان کې خپل سفیر محمد نعیم خان کاندید کړی. افغانستان بیا په سویس کې خپل سفیر ننګیالی طرزي نومولی دی.
تېره میاشت محمد نعیم وویل، په دې ویاړي چې سعودي عربستان او د پاکستان حکومت د او آی سي د دې مهمې چوکۍ لپاره د ده د نومونې ملاتړ کوي.
تېره اوونۍ په او آی سي کې د افغانستان دایمي استازي عبدالرحیم سیدجان عرب نیوز ته وویل چې سعودي عربستان ژمنه کړې چې د سرمنشي د مرستیالۍ لپاره به د افغان کاندید ملاتړ وکړي.
سید جان همداراز وویل:«موږ ته د سږکال په مې میاشت کې سعودي عربستان ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول د سفر په ترڅ کې د سعودي چارواکو له لوري ډاډ راکړل شو.»
ده همداراز وویل چې افغانستان د دې چوکۍ د ګټلو لپاره ښه چانس لري ځکه چې په اسیايي بلاک کې د منځنۍ اسیا د هیوادونو په ګډون اکثره هیوادونه د افغانستان د کاندید ننګه کوي.
پخوا عموماً دا چوکۍ د جوړجاړي په پایله کې د یوه هیواد کاندید ته پرېښودل کېده خو اوس چې افغانستان او پاکستان دواړو ورته کاندیدان درولي ممکن د اسیايی بلاک د ۱۴ غړیو هیوادونو ترمنځ د پټو یا غیرعلني رایو په وسیله پرېکړه وشي. خو که چیري د دواړو رایې برابرې وې مسله به د غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ته راجع شي.
او آی سي په ۱۹۶۹ میلادي کال تاسیس شوی، ۵۷ غړي لري چې له ملګروملتو وروسته د نړۍ د حکومتونو تر ټولو لویه موسسه ده.
دا موسسه په ملګروملتو کې هم دایمي استازی لري.