ارشیف

تاند، پنجشنبه، د سنبلې ۲۸مه: د جلال اباد د الکترونیکي تذکرو د وېش پر مرکز ډله ییز ځانمرګی برید چې ۵ ساعته یې دوام وکړ، د ۴ بریدګرو او ۴ ملکیانو په وژل کېدو پای ته رسېدلی دی.

د ننګرهار امنیه قومندان عبدالرقیب مبارز وايي، په پېښه کې ۴ ملکیان وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په شمول ۱۵ ملکیان ټپیان شوي دي.

د جلال اباد د الکترونیکي تذکیرو د وېش پر مرکز برید چهار شنبه ماسپښین ۱:۳۰ بجې هغه مهال پیل شو چې لومړی د دغه مرکز مخې ت چاودنه وشوه او بیا ۴ ځانمرګي د مرکز ودانۍ ته ننوتل او دننه خلک یې یرغمل کړل.

په ټولنیزو شبکو کې د یو ځوان انځور هم لاس په لاس کېږي چې وايي، له برید وروسته یې له څلورم پوړ څخه ځان لاندې غورځولی او ملا یې ماته شوې ده.

پولیسو ویلي، ګڼ ایسار پاتې ملکیان یې په همغه ساعت کې راخوشې کړای شول، خو ځینې پخپله د کړکیو له لارې وتلي وو.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *