بريالی وياړ 

د اسلامي امارت مجاهدينو نن د سپټمبر پر ۱۹ د خپلې ډرامې يو بل وحشي فلم نندارې ته وړاندي کړ. دوئ په زابل کې پر ولسي وګړو موټربم حمله وکړه چې په نتيجه کې يې تر ۲۰ بېګناه هېوادوال په شهادت ورسېدل نيژدې ۱۰۰ ژوبل شول. په دې پېښه کې نيژدې کورنۍ، ځايي روغتون، هټۍ او د خلکو عامه شتمنۍ هم ورانې شوې دي. 

له دې پېښې وروسته طالبي وياندويانو په ډېر وياړ سره خبر ورکړ چې د کابل ادارې ډېر عسکر يې وژلي دي، مګر د چاودنې په ځای کې يواځې د ولسي وګړو ژوبل او ټوټې ټوټې جسدونه ښکاري چې دپاسه پرې خاورې پرتې دي. تر ټولو ځورونکې دا ده چې په نيژدې روغتون کې ناروغان پر بسترونو پراته ول. دوئ د درملني لپاره هلته تللي ول چې د طالبانو موټربم پر هماغه بسترو په شهادت ورسول.

هغه ميندې، خويندې او پلرونه چې په روغتون کې خپلو ناروغانو ته دوعاوې کولې، هغوئ د ملاهيبته الله پر مشرۍ د اسلامي مارت مجاهدينو همالته د ناروغۍ په بستر کې شهيدان کړل. هغه پرديپال افغانان چې تل يې د سوريې، فلسطين او نورو جنازو اوښکې تويولې، يوار، خو دې د زابل دا نازک کوچنيان وګوري چې په سيزنۍ کې تړلي ول، طالبانو ووژل. 

وګورئ طالبانو په دې درو ورځو څومره بېګناه هېوادوال شهيدان کړي دي. شپېته کسه يې کابل و پروان کې شهيدان کړل، شل يې دلته. دغه ډول يې ټپيان در واخلئ چې حساب نه ورته کېږي. دا د افغانستان لپاره د امارت هغه جهادي عظم دی چې دوئ يې په اصطلاح د اشغال د خاتمې لپاره کاروي. 

عباس ستانګزی او ډله يې يوه شپه مسکو کې کوي، بله قطر کې کوي. نه د افغانستان له درده خبر دي، نه يې په چاودنو کې اولادونه وژل کېږي. د دوئ لورګانې او زامن په قطر کې په ډيسکو پوهنتونونو کې زده کړې کوي، ښې مزې چړچې کوي، مګر دلته زموږ غريب هېوادوال حتی د روغتون په چپرکټ کې هم د طالبي درينده ګانو له چاودنو په امن کې نه دي. که د نن په چاودنه کې د دوئ اولادونه وژل شوي وای، بيا به يې منلې وای چې دا جنګ د اشغال نه بلکې د افغانستان پر ضد روان دی. 

د کابل کمپيوټري طالبان چې تل يې د ولس پر سر سياسي کرډيټ اخستی دی، د زابل وحشت ولې نه غندي. ولې د مکر اوښکې نه څڅوي چې ملګي وګړي وژل شوي دي. دوئ، خو يواځې د حکومت په خاميو پسې ګرځي. چېرته چې له حکومتي عسکرو په تېروتنه کې د چا پوزه وينې شوې وې، دوئ مطبوعاتو کې رمباړې وهي چې هلی، غنې وحشت کړی، خلک يې وژلي، مګر د ملاهبته الله د وحشي جګړه مارانو پر دې ستر ظلم يې ولې سترګې پټې کړې دي. 

هلته چې ټرمپ دا توطئيه ګره سوله ورسره لغوه کړې، دلته دوئ پر بېګناه افغانانو خپلې وحشي حملې زياتې کړې دي. د دې بريدونو واضح  پېغام دا دی چې طالبانو له امريکايانو سره ستونزه نلري، بلکې د قدرت د ترلاسه کېدو لپاره بېګناه افغانان وژني. دوئ فکر کوي چې په دې بریدونو سره به امريکا بېرته له طالبي لوطيانو سره د سولې په نوم درېدلې ډرامه بېرته له سره پيل کړي. 

افغان ولسه تر کله به دغسې ويده پروت يې. تر کله به د طالب وحشي ظلمونه ستا پر نسل روان وي. تر کله به په طالبي تروريستي حملو کې وژل کېږې؟ وخت راغلی چې نور راجګ شه. د پنجاب د سياسي امامانو پر ضد ږغ جګ کړئ. طالب د دې وطن لپاره له مرګ او خرابۍ پرته بله کومه ستراتيژي لري؟ له دې پرته چې ځانمرګي حملې وکړي، بله کومه لاسته راوړنه لري؟ د دې وطن لپاره د ابادۍ څه فکر لري؟ داسې هيڅ عملي او مسلکي دلايل نشته چې طالب دې پکې د افغانستان لپاره له قتل عام پرته بل کوم پلان ولري. 

امارت د پنجاب تفکور دی. طالبان يې جنګي اسباب دي. دغه جنګي اسباب چې د جهاد او اسلام په ملاتړ يې په يوه وحشي جګړه لاس پورې کړی، زموږ تاريخ او ارزښتونه يې له خاورو سره خاورې کړل. د طالبانو پر ضد حرکت کول، حقيقي جهاد دی. 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *