تاند، جمعه، د سنبلې ۲۹مه: د اسټرالیا فډرالي پولیس په لومړي ځل په افغانستان کې د اسټرالوي ځواکونو د جنګي جرمونو د څېړلو لپاره را استوي.

فرانس پریس اژانس وايي، دا ډلګۍ به د افغان حکومت په ملاتړ د ۲۰۱۸ کال په جون میاشت کې پر اسټرالوي ځواکونو د جنګي جرمونو د ترسره کړیو تورونو څېړنه وکړي.

پر استرالوي ځواکونو تور دی چې د ۲۰۱۲ کال په سپټامبر کې دغو ځواکونو په ارزګان – دروان کلي کې د عملیاتو پر مهال درې بې ګناه ملکي وګړي وژلي دي.

دوی هغه مهال په افغان سرتېري حکمت الله پسې ګرځېدل چې درې اسټرالوي پوځیان یې وژلي وو.

اوس د اسټرالیا د نیو ساووت ویلز د عالي محکمې قاضي پال برټن ویلي، دوی به افغانستان ته سفر وکړي تر څو د پېښې له شاهدانو سره د مرکو پر بنسټ حقیقت پیدا کړي.

نوموړي ویلي، تر دې دمه یې د اسټرالوي ځواکونو له قومندان او څو افسرانو هم مرکې کړې دي.

اسټرالیا په داسې حال کې د خپلو جنګي جرمونو د څېړلو لپاره افغانستان ته قضايي پلاوی را استوي چې د هاګ نړیوالې محکمې هم ویلي یو ځل بیا غواړي چې په افغانستان کې د امریکايانو او طالبانو جنایتونو باندې څېړنه پیل کړي.

تېر کال امریکا د دغې محکمې د څېړنو مخه نیولې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *