Education activities in classroom at school, happy children learning

تاند، جمعه، د سنبلې ۲۹مه: پوهنې وزارت وايي، ډېر ژر به د افغانستان د ښوونځیو د لېسې دوره د ساینس او ټولنیزو علومو په څانګو ووېشي.

وزارت وايي، په دې تړاو یې خپله طرحه جوړه کړې او نظر پوښتنې ته یې هم وړاندې کړې ده چې د خلکو له تایید وروسته به پرې عملي اقدامات پیل کړي.

د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت وايي، دا طرحه د یو نړیوال معیار له مخې جوړه شوې او وزارت غواړي چې د پوهنې د کیفیت د ښه والي لپاره یې په ښوونځیو کې عملي کړي.

نوموړې وایي، په دې طرحه کې د هېواد له کورنیو پروفیسرانو تر څنګ د امریکايي پوهنتون له استادانو هم مرسته اخیستل شوې ده او ټولو دا اړینه بللې ده چې په افغانستان کې دې ښوونیز بهیر په مشخصو څانګووویشل شي.

د پوهنیز بهیر د تاریخ پوهانو په وینا، د افغانستان لپاره د لیسې په دوره کې د څانګو ویش کومه نوې خبره نه ده بلکې څلویښت کاله وړاندې د سردار داوودخان د واکمنۍ پرمهال دا طرحه د هغه وخت په یو شمېر محدودو ښوونځیو کې د اجرا وړ وه.

دا مهال په افغانستان کې تر ۱۲م ټولګي پورې ۱۶ مضامین لوستل کېږي چې د ساینسي علومو علاقه مند شاګردان مجبور دي ټولنیز علوم زده کړي تر څو خپلې نومرې په کانکور او شهادت نامه کې بشپړې کړي.

دغه راز د ټولنیزو علومو لیواله زده کوونکي اړ دي چې ساینسي علوم په ډېره سختۍ زده کړي تر څو کانکور او شهادتنامه کې له ستونزو سره مخ نشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *