تاند، جمعه، د سنبلې ۲۹مه: ولسمشر غني په یو کمپایني سفر ننګرهار ته تللی او خپلو پلویانو ته یې وینا کې عبدالله عبدالله په کنایه یاد کړی دی چې هېواد په فیشني کالیو نه جوړېږي بلکې دا کار ماغزه غواړي.
ولسمشر غني د عبدالله عبدالله هغې خبرې ته په اشاره چې ګواکې غني يې له مناظرې تښتېدلی دی، ویلي، په سیاست کې یې له ده څخه څوک نه شي ګټلی، بلکې له هغه چاسره خبرې کوي چې برنامه ولري: (( که څوک برنامه لري راوړاندې دې شي، که هنګامه جوړول غواړي نودوام دې ورکړي.))
ولسمشر ویلي، ننګرهاریان حق لري چې د پروژو په نه پلي کولو ترې خپه دي، مګر ده نورو ولایتونو ته لومړیتوب د ملي فکر په وجه ورکړ، خو نور د ننګرهار نوبت رارسېدلی دی: (( په ننګرهار کې مې د صفر ۲ عملیات بند کړل، ګاونډي دروازه تړله، ما ور وتړله، مګر اوس يې په ۲۴ ساعته ډول بیرته پخپله پرانیسته، ننګرهار ماته د جمهوریت، ارګ او خپلواکۍ د ساتلو کیلي راکړه.))
ښاغلي غني ټینګار کړی چې کومو سیاستوالو د مؤقت حکومت خوبونه لیدل اوس دې ځان په کونړ سیند لاهو کړي.
ولسمشر غني په داسې حال کې ننګرهار ته تللی چې پرون په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ۸۰ ملکیانو د مرګ ژوبلې ادعاوې شوې دي او تر دې وړاندې د صفر ۲ قطعې لخوا د جلال اباد د یو کور ۴ وروڼه په شپه کې وژل شوي ووچې په اړه یې د پلټنو پایله لا هم نه ده څرګنده شوې.