الیس ویلز

تاند، جمعه، د سنبلې ۲۹ مه: د کانګرس د بهرنیو چارو کمېټې د امریکا د خارجه وزارت مرستیاله الیس ویلز علني او زلمی خلیلزاد په پټه ناسته کې احضار کړ.

د کانګرس غړو د افغانستان د سولې په تړاو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دواړو مامورانو څخه خپلې اندېښنې مطرحه کړې او ویې پوښتل چې څه ډول هوکړه یې له طالبانو سره چمتو کړې ده.

په دې غونډه کې مېرمن ویلز په افغان جګړه کې د طالبانو له لوري د ملکي تلفاتو د تکرارولو خبره یاده کړه او ویې ویل اوس د افغانستان وضعیت د ۲۰۰۱ په پرتله بدل شوی دی، ځکه د دې په وینا طالبانو امریکا ته ډاډ ورکړی چې دوی له خپلو پخوانیو تېروتنو سبق اخیستی او له امریکا سره د تېرو ۱۸ کلنو لاسته راوړنو د ساتلو لپاره خبرو ته چمتو دي.

نوموړې ویلي، چې امریکا په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د کمولو پوره هڅه کوي، خو طالبان بیا تر ټولو زیات ملکي تلفات اړوي.

نوموړې په دغه ناسته کې د افغانستان پر ولسمشریزو ټاکنو ټینګار وکړ او ویې ویل د میزان په ۶مه به افغانستان کې ولسمشریزې ټاکنې خامخا ترسره شي.

په دې غونډه کې ښاغلی خلیلزاد حاضر نه و، خو له دې وروسته نوموړي د بهرنیو چارو له کمېټې سره پټه غونډه کړې ده چې جزیات یې حتی معتبرو امریکايي رسنیو ته هم لا نه دي رسېدلي.

دا په داسې حال کې ده چې خلیلزاد تر دې وړاندې د خپل ماموریت په تر ټولو وروستۍ مرکه کې ويلي وو چې له طالبانو سره په اصولو کې هوکړې ته رسېدلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *