تاند، جمعه، د سنبلې ۲۹مه: یونیسیف وايي، تېر ۲۰۱۸ کال د افغانستان، سومالیا، جنوبي سوډان، سوریې او یمن په څېر خطرناکو جګړه ځپلو سیمو کې ۲۹ میلیونه ماشومان زېږېدلي دي.
یونیسیف په خپل تازه راپور کې وايي، دوی چې حساب ورته نیولی نودا مهال له هرو پنځو نویو زېږېدونکو ماشومانو کې یې یو په خطرناک او له تاوتریخوالي ډک چاپېریال کې نړۍ ته سترګې غړوي.
د یونیسف اجرائیوي رئیسه هنریتا فور وايي، تجربو ښودلې چې کومو سیمو کې دوامداره تاوتریخوالی او جګړه وي هلته ماشومان د یاداښت حس، روغتیايي او جسمي رواني وده له لاسه ورکوي.
یونیسیف وايي، په جګړه ځپلوسیمو کې اړتیا ده چې والدین د ځان پر ځای د خپلو ماشومانو له تباهۍ سره مخ راتلونکې ته اندېښمن شي او مقابله ورسره وکړي.