حکمتیار

تاند، جمعه، د سنبلې ۲۹مه: نن غرمه د پکتیا په ګردېز ښار کې د ګلبدین حکمتیار پر کمپایني غونډه درې راکټونه لګېدلي دي.

مسوولان وايي، د حکمتیار پر غونډه له دوو تر دریو پورې راکټونه لګېدلي دي خو چاته په کې زیان نه دی اوښتی.
بلخوا ګلبدین حکمتیار وايي، د ده پر غونډه برید د کومې وسله والې مخالفې ډلې یا طالبانو کار نه دی بلکې دا یې د سیاسي مخالفانو دسیسه وه تر څو یې غونډه ناکامه کړي.

ښاغلی ګلبدین حکمتیار چې په کورنیو جګړو کې په کابل ښار له رباني، مسعود او دوستم سره د راکټونو د ورولو په سیالۍ کې مشهور شوی، شنونکي وايي، چې د ده پر غونډه د راکټونو ورول به شاید حکمتیار ته پیغام ولري.

One thought on “ګردېز: د حکمتیار پر کمپایني غونډه راکټونه لګېدلي”
  1. مهربانی وکړی او عنوان داسی اصلاح کړې:
    د راکټیار په کمپاینی غونډه حکمت شوی!!!!!!!!!!!ا د ده خبره او واقعه څرګندوی چی دا دهغه کوم سیال کړی! ا یعنی دی هم د ده په شان راکټي دی!ا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *