تاند، جمعه، د سنبلې ۲۹مه: د سنبلې د بښنې نړیوال سازمان په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې پر پټنځایونو د برید په ترڅ کې د ۱۸ ملکیانو په وژنه سخت غبرګون ښودلی او وايي، دا کار د منلو نه دی.

د ننګرهار امنیتي چارواکو تېره ورځ تایید کړه چې د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د بې پیلوټه الوتکې برید ۱۸ ملکیان وژلي او ۶ نور یې ټپیان کړي دي.
خو د بښنې نړیوال سازمان په خپله اعلامیه کې دا برید غندلی وايي، امریکايي ځواکونه دې په عملیاتو کې د ملکیانو خوندیتوب ته پام وکړي.

د بښنې نړیوال سازمان دغه راز په زابل- قلات کې هم د طالبانو برید غندلی او پر ښکیلو لوریو یې غږ کړی دی چې نور دې تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکايي ځواکونو یو ویاند ډګروال سنيلګیټ د خوږیاڼو د برید په تړاو الجزیرې ته ویلي دي چې د خوږیاڼو برید کې يې زیات تلفات داعشیانو ته اړولي دي، خو دا ادعاوې به وڅېړي چې په برید کې رښتیا هم ملکیان وژل شوي که نه؟

همدا راز طالبانو هم د قلات د برید په سپیناوي کې ویلي دي چې د دوی هدف د ملي امنیت لوی ریاست و، مګر لیدل شوي چې د طالبانو برید کې ملکي روغتون له منځه تللی، ۲۰ ملکیان په کې ټپیان دي او نږدې ۱۰۰ نور ټپیان ښودل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *