تاند، جمعه، د سنبلې ۲۹مه: د کلات پر ملکي روغتون د طالبانو د موټر بم برید څخه یوه ورځ وروسته د زابل چارواکي وايي، په دغه برید کې د وژل شویو ملکیانو شمېر ۳۹ او د ټپیانو شمېر ۱۴۰ ته لوړ شوی دی.
د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال تاند ته په ټلیفوني تماس کې وویل، راټول کړي معلومات یې ښيي چې په دې برید کې یوازې ۲ پولیس وژل شوي او ټپيان یې د ملي ځواکونو لخوا یا شخصي روغتونو یا هم د کندهار روغتونو ته رسول شوي دي: (( په مړو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم زیات دي.))
طالبانو پرون سهار ۵:۵۰ بجې د قلات ښار د ملي امنیت ریاست مخې ته د ملکي روغتون سره په اته ټنه چاودېدونکو توکو بار موټر بم برید وکړ چې له کبله یې روغتون په بشپړ ډول له منځه ولاړ.
کورنیو چارو وزارت پرون ددغې پېښې د مړو شمېر ۲۰ او د ټپیانو شمېر ۹۰ کسه اعلان کړی و.