تاند، شنبه، د سنبلې ۳۰مه: د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مشران محسن داوړ او علي وزیر بیګاه شپه ناوخته د هريپور له زندان څخه په ضمانت راخوشې شول.

د داوړ او وزیر د راخوشې کېدو پر مهال د پي ټي ایم زرګونه فعالان د هریپور زندان مخې ته راټول شوي وو او دا یې د خپلې مبارزې بریا وبلله چې مشران یې بېرته راخوشې شول.

دواړه مشران له تېرو ۴ میاشتو راهیسې د ترهګرۍ د ملاتړ په تور نیول شوي او بندیان وو.

په علي وزير او محسن داوړ څو میاشتې وړاندې د شمالي وزیرستان په خړ کمر کې په پوځي پوسته د برید او له هغې وروسته په اووم جون د پوځ په يو موټر چاودنه کې د لاس لرلو تورونه لګول شوي وو، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ دغه دوه مشران او مدافع وکیلان یې وایي، پر دوی لګېدلي تورونه دسیسه او درواغ دي.

دوه ورځې وړاندې د پېښور استیناف محکمې د بنو څانګې قاضي ښاغلي ناصر محفوظ د محسن داوړ او علي وزیر د ضمانتونو عریضې اخیستې او منظور کړې وې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *