تاند، شنبه، د سنبلې ۳۰مه: د پښتونخوا په مومندو ایجنسۍ کې ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې چاودنه کې د پاکساني پوځ یو ميجر او یو سرتېری وژل شوی دی.
د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې مېجر، عدیل شاهد او سرتېری یې فراز حسین نومېده چې پر کرښه د اغزن تار لګولو پر مهال چاودنه پرې شوې ده.
دا په یوه اوونۍ کې د ډیورنډ پر فرضي کرښه د اغزن تار لګولو پر مهال پر پاکستاني پوځیانو دویمه پېښه ده چې کېږي.
تر دې څو ورځې وړاندې هم ډیورنډ کرښې ته نږدې پر پاکستاني پوځیانو ډزو کې ۴ پوځیان وژل شوي وو.
دوی هم پر ډیورنډ فرضي کرښه غوښتل چې اغزن تار تېر کړي.