An Afghan Air Force A-29 Super Tucano soars over Kabul, Afghanistan, Aug. 14, 2015. The A-29 is the Afghan Air Force's latest attack airframe in their inventory...(U.S. Air Force photo/Staff Sgt. Larry E. Reid Jr., Released)

تاند، شنبه، د سنبلې ۳۰مه: په لوګر ولایت کې په یو هوايي برید کې د یو قومندان په ګډون پنځه وسله وال طالبان وژل شوي.

د لوګر امنیتي چارواکي وایي چې د دې ولایت په کمال خېلو سیمه کې تیره شپه په یو هوايي برید کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د لوګر ولایت د والي ویاند دیدار لونګ تاند ته دغه برید تاییدوي خو د کره مرګ ژوبلي په اړه یې څه نه وایې.

بل لورته ویل کیږي چې په دغه برید کې د وسله والو یو مشهور مشر بابک هم وژل شوی دی

په لوګر کې د څلورمې پلې لوا ویاند احمد شکیل تسل رسنیو ته دا خبر تأیید کړی، خو دجزیاتو له ورکولو یې ډډه کړې ده
وسله والو طالبانو لا په دې اړه رسنیوو ته څه نه دی ویلې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *