تاند، شنبه، د سنبلې ۳۰مه: ولسمشر غني نن د سپټمبر په ۲۱مه د سولې نړیوالې ورځې سره سم ملت ته د سولې د راوستو ژمنه ورکړې او ویلي یې دي چې افغانان تر هر بل وخت سولې ته نږدې شوي دي.

د سولې د نړیوالې ورځې په مناسبت له ارګه تاند ته په استول شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر له قوله راغلي، افغانان اوس تر هر وخت سولې ته ډیر نږدي شوي او دا د خوښۍ ځای دی چې، افغان سوله د سیمې او نړۍ لپاره په یوه مهمه موضوع بدله شوې ده،

ولسمشر غني زیاته کړې: ((نن په داسې حال کې د سولې نړیواله ورځ نمانځو چې د افغانستان د ثبات، امنیت او ترقۍ د مخالفانو د بدمرغو نیتونو باوجود، هیواد تر بل هر وخت زیات سولې ته نژدې شوی دی. د سولې د نړیوالې ورځ په مناسبت ټولو نړیوالو او په تېره بیا د افغانستان مظلوم ملت ته چې تر بل هر چا ډېر د سولې مستحق دی، مبارکي وایم.))

ښاغلي غني طالبان یو ځل بیا ننګولي چې د افغان جګړې د اوږدیدو یواځینی لامل همدوی دي او که دوی وغواړي، کابل همدا سبا د سولې خبرو ته اماده دی، خو باید چې اوربند وشي.

په دې وروستیو کې د وسلوالو طالبانو او امریکایي استازو ترمنځ د افغان سولې خبرې له نهو پړاوونو ورسیدې، خو وروسته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه ټویټ پای ته ورسېدې.

ښاغلي ټرمپ په تازه خبرو کې ویلې چې ددې خبرو د رد یواځینی علت یې د طالبانو له لورې د اوربند نه کول وو، خو
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دي اړه څه نه دي ویلې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *