تاند، شنبه، د سنبلې ۳۰مه: وروسته له هغې چې د سعودي د تېلو پر تنصیباتو سخت بریدونه وشول، اوس د امریکا دفاع وزارت وایي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ سعودي عربستان ته د عمومي دفاع او په سعودي عربستان کې د هوايي او د توغندیو د دفاع لپاره د امریکايي پوځيانو پر استولو هوکړه وکړه.

پنټاګون په یږه خبرپاڼه کې ویلي چې دا د سعودي عربستان د تېلو پر بنسټونو تر وروستي برید راپدېخوا د امریکا لومړنی غبرګون دی.

تیره شنبه یا سپتمبر ۱۴مه د سعودي پر دوو تېل چڼځایونو بقیق او خریص بې پیلوټه الوتکو جلا جلا بریدونه وکړل، چې په پایله کې یې د سعودي زیات تیل وسوځیدل.

که څه هم په یمن کې حوثيانو د سعودي عربستان د تېلو شرکت ارامکو اړوندو دوو بنسټونو د برید مسوولیت ومانه خو امریکا او سعودي عربستان وايي چې داسې هېڅ نښه او ثبوت نه شته چې ګني دا بریدونه د یمن له خاورې شوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ددې برید پړه په ایران واچوله خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف دغه خبره رد کړه.

له وروستیو پلټنو معلومه شوې چې په دې برید کې کارېدلي توغندي ایران کې جوړ شوي وو.

د امریکا د دفاع وزیر تیره شپه په پنټاګون کې خبریالانو ته وویل، ایران ته د امریکايي ځواکونو له استولو درې موخې دي
لومړۍ دا چې ایران ته څرګند پیغام واستول شي چې امریکا په سیمه کې د خپلې ټلوالې ملا تړي، دویمه دا چې د نړیوال اقتصاد لپاره د حیاتي سرچینو د ازادۍ د دوام ملاتړ هم کوي.

مارک اېسپر ویلي، سیمې ته د امریکايي سرتېرو په استولو به سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو ته د وسلو ورکولو لړۍ چټکه شي چې پخپله له ځانه دفاع وکړای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *