محس داوړ او علي وزیر

تاند، شنبه، د سنبلې ۳۰مه: له زندانه راخوشې شوی د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر محسن داوړ وایي، له پخو حوصلو او نوي هوډ سره یو ځل بیا د خپلو خلکو د حقه حقونو د غوښتنې ډګر ته داخلېږي او تر هغه وخته به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي څو چې پر پښتنو روان ظلمونه ختم شوي نه وي.

دی همدا راز وایي، د ده او علي وزیر نیول کېدل د پاکستان د ظالمانه سیاست څرګندونه کوي.

هغه زیاته کړې، پاکستان د دوی په نیولو سره وښوده چې نړیوالو بشري قوانینو ته هیڅ درناوی نه لري او د هغو کسانو پر نیول کېدو او ربړونې لاس پورې کوي چې سوله ییز فعالیتونه کوي.

محسن داوړ او علي وزیر بیګاه شپه له زندانه تر راوتلو وروسته خپلو پلویانو ته په خبرو کې وویل، د پښتنو د حقونو په مبارزه کې که د سر قرباني هم ترېنه وغوښتل شي نو دوی به ترې ډډه ونکړي.

د پښتون ژغورني غورځنګ دغه غړي په تېره مې میاشت کې د وزیرستان خړ کمر سیمه کې د پاکستاني پوځیانو سره له تر ولسي اخ و ډب وروسته ونیول شول.

دوه ورځې وړاندې د پېښور استیناف محکمې د بنو څانګې امر کړی و چې علي وزیر او محسن داوړ دې د ضمانت په بدل کې خوشي شي.

نه یوازې پښتنو بلکې د بشر حقونو نړیوالې محکمي هم د دوی د خوشي کیدو او د پاکستان د ظلم ختمیدو خبرداری ورکړی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *