تاند، شنبه، د سنبلې ۳۰مه: د سولې په چارو کې د دولت وزیر سلام رحیمي د سولې د نړیوالې ورځې په نمانځنه کې ویلي، حکومت د ۹۰۰ طالب زندانیانو له خوشې کولو وروسته اوس د نورو طالبانو په خوشې کولو هم غور کوي.
سلام رحیمي زیاته کړه، د طالب بندیانو په لا زیاتو دوسیو څېړنې روانې دي او د خوشې کولو په اړه به یې ژر پرېکړه وشي.
نوموړي دغه راز وویل، حکومت له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو لپاره په ځینو نورو کارونو هم بوخت دی خو په دې برخه کې یې زیات جزیات ور نکړل.
ولسمشر غني نږدې درې میاشتې وړاندې د کوچني اختر په مناسبت له زندانونو څخه ۹۰۰ طالب بندیان د نیک نیت له مخې خوشې کړل، خو نن یې بیا د سولې د ورځې په مناسبت وویل، کابل همدا سبا هم له طالبانو سره د اوربند په شرط مذاکراتو پيلولو ته اماده دی.