تاند، یکشنبه، د سنبلې ۳۱مه: لویدیځوالو رسنیو راپور ورکړی چې ډونالډ ټرمپ له افغانستان څخه د سولې له کومې هوکړې پرته د ځواکونو د ایستلو او د شوروي  د ۱۹۸۹ کال د تجربې په تکرارولو غور کوي.

لویدیځې رسنۍ وايي، ټرمپ په دې اړه جدي دی چې د افغان کشالې له کوم سیاسي حل او له طالبانو سره له کومې هوکړې پرته خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي او دا مسئله د ولسمشرۍ د دیموکرات ګوند نوماندانو هم په مناظره کې مطرح کړې ده.

 په دې مناظره کې د دیموکرات ګوند نوماندانو د عامه ذهنیت د اړولو او د رایو د خپلولو په خاطر ویلي، دوی به د یوې هوکړې، سیاسي حل یا هم له دې پرته خپل سرتېري له افغانستان څخه وباسي، ځکه په امریکا کې نور د افغان جګړې د ختمولو په تړاو عام ذهنیت همدا غوښتنه لري.

دا په داسې حال کې ده چې له طالبانو سره د ټرمپ د لغوه شوې هوکړې په تړاو د امریکا ګڼو سیاستوالو له کانډولیزا رایس نیولې د سپینې ماڼۍ تر دیوالونو او د ملي امنیت شورا تر سلاکاره پورې ګڼ لوري د ټرمپ مخالف وو.

تر دې چې ګڼو څېړونکو او حتی د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن هم ټرمپ ته دا سلا ورکړه طالبانو سره دې یوه بده هوکړه نه کوي بلکې که له خلکو سره کمپایني وعده پوره کوي نو په خپل سر دې له افغانستان څخه ځواکونه وباسي چې له طالبانو سره د هوکړې له ماتېدو وروسته د ټرمپ دې لوري ته تمایل زیات شوی او غور پرې کوي.

One thought on “ټرمپ: له سولې پرته له افغانستانه د ځواکونو په ایستلو غور کوي”
  1. که امریکا دلته پاتی شوی بی له وژنو یی کومه ګټه افغانانو ته رسیدلی تر اوسه افغانان پدی ۱۹ کالو کی خودکفا نشول آن تر دی چی د دوی په شتون طالبان قوی شول نظر له هغه وخت څخه چی کله یی سقوط وکړ
    امریکا پر دی پوهیږی چی طالبان په پاکستان کی دی مګر په پاکستان فشار نه راوړی او آن تر دی چی پاکستان راکټی حملی کوی مګر دوی منحیث د متحد د افغان دولت ورباندی هیڅ غږ نه کوی
    د دوی په شتون کی یی ډیورنډ باندی اغزن تار وغځاوو مګر د روسانو په دوران کی افغان دولت دومره ضعیف نه وو
    یعنی روسانو د پاکستان په مقابل کی حساس وو
    د دوی په شتون افغان نظامی ځواکونه دومره وړتیا نلری چی د کنړ راکټی حملو په مقابل کی باالمثله عمل اجرا کړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *