تاند، یکشنبه، د سنبلې ۳۱مه: په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر رایان کراکر له نیشنل ریویو امریکايي رسنۍ سره په مرکه کې وايي، طالبانو چې اوربند نه کاوه نو ډونالډ ټرمپ ښه کار کړی دی چې له دوی سره یې په کمپ ډیوید کې لیدنه او د سولې مذاکرات لغوه اعلان کړل، خو په وینا یې په مذاکراتو کې دا ځنډ باید د یو څه وخت لپاره دوام وکړي.
نوموړی وايي، له طالبانو دا تمه لرل به، چې القاعده جنګیالي به امریکا ته حواله کړي، یا به له هغوی سره اړیکې پرې کړي، بې ځایه وي: « دا به په دې معنا وي چې موږ یوه دقیقه په یو شي فکر وکوړو او خوشاله به شوو، طالبان پوهېږي چې امریکا یو ځل ووته، بیا نه راګرځي.»
د ښاغلي کراکر په خبره طالبان فکر کوي چې د امریکا په څېر یو پياوړي هېواد ورسره مذاکراتو ته غاړه کېښوده، نو افغان حکومت خو امریکا راوستی دی، لرې کول به یې د امریکا له وتلو وروسته اسانه وي: « دا مسئله کټ مټ د انسان ذهن ته د پاریس او ویتنام مسئله دروي. حال دا چې زموږ اړیکه له افغانستان سره یوازې د طالبانو او القاعدې په تړاو نه ده، بلکې زموږ ملي ګټې او منافع هم په افغانستان پورې تړلې دي.»
د رایان کراکر په خبره که امریکا په اوسنیو شرایطو کې له افغانستانه ووځي، نو طالبان بیا راګرځي او دا به د افغانسان له خلکو، باسواده مېرمنو او ولس سره خیانت وي.
نوموړی وايي، دا بحث چې له طالبانو سره د افغانستان څومره سیمې په واک کې دي؟ مهم دی خو دا هم مهمه ده چې فکر وشي هیڅ یو ښاراو پرنفوسه ځای د طالبانو په لاس کې نه دی: « دوی څه موده وړاندې ځینې ولایتونه او مراکز یې ونیول، خو د تل لپاره ترې وایستل شول. دغه راز طالبان چې د شپې په کومو ځایونو واکمن دي، د ورځې بیا هلته نه لیدل کېږي، نه پرې ولکه لرلی شي.»
د کراکر په خبره، دا ټکی چې امریکایان وايي، «په اتلس کلونو کې د افغانستان جګړه ونه ګټل شوه، راځئ چې ستانه شو» د امریکا د امنیت لپاره لوی ګواښ جوړول دي،نه یوازې دا بلکې په افغانستان کې راغلي بدلونونه به هم ورسره وپاشل شي.
رایان کراکر په منځني ختیځ، لبنان، کویټ، سوریه، پاکستان، عراق او افغانستان کې ۴۰ کاله د امریکا لپاره برجسته او پیاوړې ډپلوماسي کړې او ولسمشر جورج بوش ورته د امریکا د ازادۍ مډال هم ورکړی دی.