تاند، یکشنبه، د سنبلې ۳۱مه: افغان ځواکونو له دوه کلونو وروسته د غزني جغتو ولسوالي د طالبانو له منګولو ازاده کړه.
دفاع وزارت وايي، په غزني کې د تازه مبین عملیاتو په ترڅ کې طالبان له جغتو ولسوالۍ څخه شړل شوي او اوس په مالستان، جاغوري، اجرستان او ناور ولسوالیو کې ټول ګواښونه له منځه وړل شوي دي.
دفاع وزارت په دې تړاو تاند ته په استولې خبرپاڼه کې د طالبانو تلفات نه دي ښدلي خو ویلي یې دي چې د عملیاتو په ترڅ کې یې د طالبانو ګڼ د سړک غاړې ماینونه هم شنډ کړي دي.
په غزني ولایت کې د مبین عملیات د د تندر قول اردو د درېیمې لوا د وژل شوي قومندان عبدالمبین مجتبی په نوم او یاد د سنبلې له ۱۲مې څخه پيل شوي دي.
دغه قومندان د روان کال د سرطان په ۲۶مه قره باغ ولسوالۍ کې د پوځ د یو نفوذي طالب په برید کې ساه ورکړه.