تاند، یکشنبه، د سنبلې ۳۱مه: د ملي امنیت ریاست وايي، ځانګړو ځواکونو یې په هلمند کې روسۍ، ایراني ساخت او نورې ۱۰۰ مختلف النوعه وسلې نیولې دي.
د هلمند د ملي امنیت ریاست د بوست قطعې د خپلو درې میاشتنیو عملیاتو په تړاو رسنیز کنفرانس کې وویل، دغه موده کې یې په پنځو ولایتون کې ۲۰ عملیاتونه کي دي چې په ترڅ کې یې د طالبانو له ولکې څخه ۱۰۰ مختلف النوعه بهرنۍ وسلې او نور جګړه ییز وسایل نیولي دي.
په دې خبري کنفرانس کې د هلمند د والي مرستیال مجاهد الله صفاري وویل، د هلمند د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو دغه عملیاتونه په هلمند نه، بلکي په ټولو څنګلورو ولایتونو کې ترسره کړي دي.
بلخوا طالبانو دا خبر رد کړی دی چې ګواکې له دوی سره ایرانۍ یا هم روسۍ وسلې نیول شوې دي.