تاند، یکشنبه د سنبلې ۳۱مه: د ننګرهار ولایتي چارواکي په دغه ولایت کې د طالبانو او داعشیانو په خپلمنځي نښتوکې د ۱۳ وسله والو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی تاند ته په یو ټلیفوني تماس کې وویل، جګړه تېره شپه د خوږیاڼو ولسوالۍ په زاوې سیمه کې شوې چې په ترڅ کې یې ۹ داعش جنګیالي او ۲ طالبان وژل شوي دي، خو ۲ نور طالبان ټپیان شوي دي.

طالبانو او داعش ډلې لا په دې تړاو څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *