تاند، یکشنبه، د سنبلې ۳۱مه: طالبانو په تخار کې د درقد ولسوالۍ تر نیولو دوه اوونۍ وروسته نن سهار د دغې ولسوالۍ امنیه قومندانۍ ته اور اچولی دی.
ځايي خلک وايي، طالبانو د قومندانۍ له ودانۍ څخه ټول وسایل او تجهیزات را ایستلي او بیا یې ورته نن سهار وختي مهال اور اچولی دی.
د تخار د امنیه قومندانۍ ویاند خلیل اسیر هم تاند ته په خبرو کې پېښه تایید کړه خو وايي، طالبانو د درقد ولسوالۍ امنیه قومندانۍ ته اور نه دی اچولی بلکې په بمونو یې له بیخه الوزولې ده.
نوموړی وايي، امنیتي ځواکونه بیرته د دغې ولسوالۍ د ازادولو په لټه کې دي او ژر به پرې عملیات پیل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د تخار په خواجه غار، اشکمش او درقد کې په دې وروستیو کې د طالبانو فعالیتونه او بریدونه زیات شويدي.