تاند، یکشنبه، د سنبلې ۳۱ مه: د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ اداره یا نی وايي چې په افغانستان کې ځیني رسنۍ خپلو کارمندانو ته په وخت معاش نه ورکوي او دا په رسنیز ډګر کې بوختو خلکو ته ځوروونکې ده.
د دې ادارې رئيس مجیب خلوتګر رسنیو ته په خبرو کې وویل چې په افغانستان کې ۱۵ داسې غږیزې او انځوریزې رسنۍ شته چې له ۶ تر ۱۲ میاشتو پورې یې د خپلو کارکوونکو معاشونه نه دي ورکړي.
خلوتګر همدارنګه وايي، د دې رسنیو مسئولینو ژمنه ورسره کړې چې تر راتلونکو ۶ میاشتو پورې به د خپلو کارکوونکو معاشونه ورکړي.
ښاغلی خلوتګر خبرداری ورکوي که دغه رسنۍ تر ۶ میاشتو خپلو کارمندانو ته معاشونه ورنکړي دوی به یې نومونه رسنیز کړي او له دوی سره به قانوني چلند وکړي.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې غړی صدیق الله توحیدي بیا وايي، د بهرنیو مرستو راکمېدل، د سوداګریزو اعلاناتو راکمېدل او په افغانستان کې د وروستیو تاوتریخوالو راپورته کېدل هغه ټکي دي چې ډېری رسنۍ یې له مالي ستونزو سره مخ کړې دي.
که څه هم دغه ستونزه د رسنیو کارمندان له ډیره وخته یادوي خو دا لومړی ځل دی چې د رسنیو د ملاتړ یوه اداره د دوه مشکل ته رسیده ګي کوي او غږ یې پورته کوي.