يکشنبه 1/7/1398 عارف نوري، د غزني د والي ویندوی

د غزني ولايت په جغتو ولسوالۍ کې د وسله والو د ځپلو په موخه د ګډو افغان ځواکونو لخوا د (مبين) تر نامه لاندي د پيل شويو پوځي عملياتو په ترڅ کې ياده ولسوالۍ په بشپړ ډول د ترهګرو له شتون څخه پاکه او ټولي سقوط شوي سيمي يې بيرته د افغان ځواکونو تر کنټرول لاندي راغلي دي.

د يادو عملياتو په ترڅ کې يواځي د جغتو ولسوالۍ،په اړوندو کې نهه (9) وسله وال طالبان وژل شوي، شپږ (6) تنه ټپيان شوي، د لارو له اوږدو څخه (17) کړۍ ماينونه کشف او خنثي شوي دي.

په دغو عملياتو کې دغه راﺯ د طالب ترهګرو اړوند 3 ميله 82 ملي متري توپونه، 5 ميله کلاشينکوفونه، 1 ميل دهشکه، 2 ميله پيکا، 1 ميل راکيټ او 3 پايې مخابري له منځه وړل شوي، یو میل سلاح او یو عراده موټر سایکل یې د
امنیتي ځواکونو لاسته ورغلی دي.

په دغو عملياتو کې امنيتي سرتيرو او ملکي خلکو ته هيڅ ﺯيان ندى اوښتى. ټاکل شوي د جغتو ولسوالۍ مرکز چې مخکي د ولسي اختلافاتو له کبله د سرآب او امنيه قومندانۍ يې په ګلبوري سيمه کې فعاليت کاوه، دواړه د يادي ولسوالۍ په صداقت باﺯار کې فعاله شي.

د يادوني وړ ده چې له ترهګرو څخه د غزني ولايت د جغتو او رشيدان ولسواليو د بشپړي تصفيې په موخه د ګډو افغان ځواکونو لخوا د (مبين) تر نامه لاندي د جمعي په ورځ عمليات پيل شوي چې په برياليتوب سره روان دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *