تاند، دوشنبه، د میزان اوله: اروپایي ټولنې د افغانستان د میزان د شپږمې له ولسمشریزو ټاکنو سره د اته میلیونه یورو مرسته اعلان کړه.

 په دې اړه په کابل کې د اروپايي ټولنې استازي پیري مایدون د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې له مشر سره د تړون د لاسلیک پر مهال وویل، هیله من دی چې په افغانستان کې رڼې، عادلانه او ټولمنلې ټاکنې ترسره شي او ټاکنیز کمېسیونونه هم د خلکو مات شوی باور پر ټاکنو بیرته ټینګ کړای شي.

نوموړي زیاته کړه، دا پيسې به د ملګروملتونو د پراختیايي ادارې په لاس د ټاکنو په تخنیکي او تدارکاتي چارو ولګول شي.

ښاغلي مایدون ناامني د راروانو ټاکنو په تړاو یو خنډ وباله، خو زیاته یې کړه چې افغان او  بهرني امنیتي ځواکونه په دې توانېدلی دي چې تر ټاکنو پورې ښې لاسته راوړنې ولري.

 دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د امریکا سفارت د راروانو ټاکنو لپاره د امنیت، د ټاکنیزو ناسالمو سیالیو او د درغلۍ په تړاو سر له اوسه اندېښنه ښودلې ده.

په کابل کې د امریکا سفارت له ټولو خواوو غوښتي چې د ټاکنو کمېسیون اصول مراعات کړي او دې ولسواک بهیر ته درناوی وکړي چې باورمنې ټاکنې ترسره شي.

د افغانستان د ولسمشرس له انتخاباتو سره د اروپايي ټولنې تر مکرستې وړاندې بریتانیا ۱۲ او امریکا ۱۹ ملیون ډالره مرسته اعلان کړې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *