تاند، سه شنبه، د میزان ۲مه: د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازی زلمی خلیلزاد په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په حاشیه کې د هند او انډونیزیا د بهرنیو چارو له وزیرانو سره پر افغان سوله غږېدلی دی.

د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جی شنکر نن سهار په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، په دې لیدنه کې چې امریکايي چارواکي هم حاضر وو، له خلیلزاد سره یې د افغان سولې په تړاو وروستیو بدلونونو باندې خبرې کړې دي.

بلخوا د انډونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې رتنو مارسودي هم له خلیلزاد سره د یو انځور په خپرولو ویلي، له خلیلزاد سره یې د افغان سولې په پروسه یوه ښه ناسته کړې ده.

زلمي خلیلزاد پرون د پاکستان د لومړي وزیر سره هم پر افغان سوله خبرې کړې وې.

نوموړی د امریکا او طالبانو د نهه پړاوه خبرو له ماتېدو وروسته له پردې شاته شوی و، خو څو ورځې وړاندې یې د امریکا د کانګرس د خارجه اړیکو له کمېټې سره په پټه ناسته کې د افغان سولې د هوکړې په تړاو وضاحتونه ورکړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *