پروپګنډه [بی بنسټه یا ناسمي خبرې]

پروپګنډه، که په لنډه کې ووایو، د ټولیز اند کنټرولولو او اغیز پرې اچولو ته وایي. پروپګنډ په عمومي شکل د ډلییزو رسنیو یا میډیا له لیارې خلکو ته رسول کیږي څو خلک تشویق کړي او یا هم ورته قناعت ورکړي چې د یوې مشخصې کړنې، تګلارې، رهبر… یا ملاتړ او یا هم مخالفت وکړي. د پروپګنډا په اړه ډیر بحثونه او خبري  شوي دي، خو تر اوسه یې اصلي معنی او مفهوم نه دی په ډاګه شوی. ځینی په دې اند دي چی هره هغه خبره یا کمیونيکیشن چې تشویقی او اغیزناکه بڼه ولری، پروپګنډه بلل کیږي، په داسی حال کې چی ډیری نور په دی اند دي چی د خلکو سیاسي او ټولنیزاندونو بدلولواو یا هم اغیزمن کولو ته پروپګنډه وایی.  په هر حال، دا باید ومنو چې د پروپګنډه څخه د ټولیز اند په بدلولو او اغیزمن کولو کې کار اخیستل کیږی. پراپګنډیسټ — د بی بنسټه خبرو پاشوونکي — د پروپګنډه د خپرولو لپاره له ډیرو لارو او تخنیکونو څخه په استفادی سره ځان خپل هدف ته رسوی. خلاصه، پروپګنډه تشویقی کمیونيکشن ته ویل کیږی.

د تیرو څو پیړیو په جریان کې، پراپګنډا په بی ساری چټکۍ سره وده کړیده. که څه هم چی د پراپګنډا نښي نښاني په پخواني يونان کې هم تر سترګو کیدلی، خو د خبریزو رسنیوو یا کمیونيکیشن میډیا تر را څرګندیدو وروسته، پراپګنډا ډیر په چټکۍ سره پرمختګ وکړ. په اولو وختونو کې کله چی وسایل نه ول، نو خلکو به د پیغامونو او یا میسیجونو په شکل یو بل ته پراپګنډا استوله البته خوله په خوله خو بیا له هغی راوروسته مطبعه رامنځته شوه، بیا ورپسی رادیو، بیا ورپسی ټلویزیون رامنځته شو او پدی وروستیوو کې انټرنیټ چی د پراپګنډیسټ لپاره یی بهترینه زمینه برابره کړیده.

که څه هم چی د پراپګنډا کلیمه یوه منفی معنی ورکوی، خو پراپګنډا په ځینو مواریدو کې هم بده یا منفی نشی کیدلای. د پراپګنډا موخه د خلکو د اندونو بدلول دی خو فکر مو وی چی که اند بدل شی نو تصمیم یا پریکړه هم بدلیدلای شی.

ټولیز اند [عامه نظرونه]

ټولیز اند د ولسواکۍ یوه ستره او خورا مهمه برخه جوړوی. ټولیز اند د یوهیواد د خلکو اند دی. ټولیز اند د هغو موضوعاتو نتیجه ده کوم چی ولس پکې په ازادانه شکل سره کولای شی نظر څرګند او بیللا بیل اندونه ولری. یعنی دا چی خلک د ټولو هغو سیاسی، ټولنیزو او اقتصادي موضوعاتو په اړه فکر کوی کوم چی د دوی دولت او حکومت ورسره لاس او ګریوان دی. ټولیز اند د خلکو اند دی کوم چی د حکومت د پالیسیوو یا تګلارو په اړه یی لری او همدارنګه چی دغه پالیسی حکومت په څه ډول پلی کوی. نو له همدی امله د یوی کامیابه ډیوکراسۍ او ددی له پاره چی حکومتی چاري مو په سمه توګه ترسره شی، د یو روڼ، پرمختللی او ویښ ټولیز اند درلول لومړی او تر ټولو مهم اصل دی ځکه چی همدغه ټولیز اند دی چی پر حکومتی چارو، تګلارو او کړنو د یو ناظر دنده ترسره کوی او د حکومت ټولي ښي او بدي تر څارنی لاندی نیسی. نو ددی لپاره چی ټولیز اند د سیاسي کړنو سره سر او کار لری، نو ویلی شو چی ټولیز اند د یوی ټولنی د ګټو او تاوانونو او یا خوښیوو او نا خوښیوو اند دی.  سمه به وی که ووایو چی ټولیز اند د یو ګڼ شمیر خلکو اند دی چی د دی له لاری دوی دا بیانوی چی ددوی د خپل عادی ژوند د پرمخته بیولو لپاره څه غواړی او یا هم دا چی د حکومته غواړی چی په عمل کې څه پلی کړی.

له سیاسي نظره، خلک مختلف دي نو ځکه خو مختلف اندونه لری. ددوی غوښتني ډول ډول وی، هر څوک یو شی چی ددوی په ګټه وی خوښوی اویو بل شی چی ددوی په درد نه خوری نه یی خوښوی، اما هغه څه چی دلته له سیاسي نظره ډیر مهم دی هغه دادی چی ددوی د غوښتنو حد په نظر کې و نیول شی، مطلب دا چی څومره خلک ددغی غوښتنی پلوی او څومره مخالفت کوی، ددوی د غوښتنو د اندازی په نظر کې نیولو سره باید حکومت عمل وکړی. نو له همدی امله خو حکومتونه نن سبا ډیر مقدار پیسی خرچ کوی ترڅو دټولو خلکو دغوښتنو سره سم خپلی حکومتی تګلاری برابري کړي. یعنی دا چی د عامه تګلاری یا پبلک پالیسۍ د جوړولو لپاره ټولیز اند ډیر مهم دی. د همدی ټولیز اند له امله خو حکومتونه په پښو ولاړدی او خپل کارونو ترسره کوی او که خلک خپل عامه اند د حکومت په ضد وچلوی نو حکومت به بیا د ډیرو سترو او ناوړه ننګونواو پایلو سره مخامخ شی.

نن سبا عامه اند دیو قوی ټولنیز او سیاسی ځواک په شکل پیژندل کیږی. او داهم یو منل شوی حقیقت دی چی سیاسي ګوندونه د ټولیز اند په جوړښت کې یوه رغنده او بنیادی دنده ترسره کوی. همدغه سیاسي ګوندونه دي چی د خلکو ټولیز اند جوړوی او بیا یی پخپل طرف اړوی ترڅو واک او قدرت ته ځان ورسوی. خلاصه دا چی ټولیز اند د ولسواکۍ یا ډیموکراسۍ اساس او بنیاد دی.

د خوښۍ ځای دی چی باید یادونه وکړم چی د نني افغانستان د خلکو ټولیز اند تر بل هر وخت ډیره وده کړیده. که پخوا زموږ د هیواد رهبران ډیر هوښیار او ځیرک ول نو د ولس ټولیز اند مو په لویه پیمانه کمزوری او ضعیف و، ولی نن چی ټولیز اند مو د پام وړ وده وکړه نو رهبران مو— البته په استثنا د یو څو— خپل ګټي، چوکۍ طلبه، کم فکره …دي.

د ټولیز اند ځانګړني:

ضرور نه ده چی ټولیز اند دی نړیوال وی او یا هم داسی اند وی چی د الف څخه تر ي پوری دی ټول پری موافق وی. داسی هم کیدای شی چی په یو هیواد کې ډیر او بیلا بیل ټولیز اندونه واوسی. د یوی سیمی ټولیز اند چی خلک پری سلا شویدی هم د یو ټولیز اند بڼه لری نو ځکه خو کیدای شی د یوی سیمی اند د بلی سیمی اند سره توپیر ولری. د ټولیز اند موخه او هدف همیشه باید د یوی ټولنی ښه والی، لوړتیا او ښیګڼه او مثبتی ګټی وی. ټولیز اند باید د ټولو ښیګڼه، انټرسټ، ګټي او د ژوند غوره والی په نظر کې ونیسی دا ځکه چی د یو څو مشخصو افرادو د غوښتنو په نظر کې نیولو سره ټولیز اند منځته نشی راتلای. منطقی او سالم ټولیز اند هغه وخت رامنځته کیدالای شی کله چی دغه ټولیز اند په دلایلو، عدالت، بهتره عقیده او ښیګڼه باندی استوار وی.

د ټولیز اند منځته را تګ:

 دا چی کله ټولیز اند رامنځته شویدی، دقیق تاریخ او وخت یی ندی معلوم، خو باید وویل شی چی داسی نظری په پخواني یونان کې شتون درلود. هغه د اعتبار وړ شخص چی د ټولیز اند نظریه یی د لومړی ځپل لپاره په فرانسوی انقلاب یا فرینچ ریولوشن کې  پر مخ بوتله هغه فرانسوی عالم جین جکس روسو و چی وروسته د ده پبلک اپینین یا ټولیزاند په جنرل ویل یا عمومی/ټولیزه خوښه مشهور شو. له هغه وخت راوروسته ټولیز اند په هر ډیموکراټیک هیواد کې په یوی ځواکمنی او مشهوري نظری بدل شوی او قوی ریښی یی پکې پیدا کړلي، په ځانګړي ډول په انګلستان او امریکا کې چیرته چی د ټولیز اند څخه ددغو هیوادونو په انقلابونو کې ګټه پورته شوه او هم یی په ډیموکراټیکیدو کې ورڅخه ستره ګټه پورته کړه.

د ټولیز اند جوړښت:

  د ټولیز اند جوړښت او منځته راتګ خورا پیچیده دی. په ټوله کې د ټولیز اند ریښی هغه وخته راټوکیږی کله چی ستر او پوه لیکوالان پخپلو لیکنو کې ډول ډول موضوعات ترڅیړنی لاندی ونیسی، پر دغو موضوعاتو د نورو اندونه هم څرګند کړی او بلاخره بیا پری وړاندیزونه او د حل لاری ولیکی. سیاستمداران، ژورنالیستان او هغه خلک چی په سیاسی چارو کې فعاله ونډه اخلی او یا هم د سیاسی چارو څخه باخبره وی، پر سیاسي، ټولنیزو او نورو موضوعاتو خپل نظریات څرګندوی او د نظریاتو د څرګندولو څخه وروسته خپل قضاوت پری څرګندوی، نو بیا خو یا د حکومت اوسنۍ کړني یا تګلاری ردوی او یا هم ورڅخه ملاتړ کوی. دغه څرګندوني او قضاوتونه بیا وروسته عامو خلکو ته د ټلویزیون، ورځپاڼی، رادیو، غونډي او نورو بیلابیلو لارو وررسیږی، نو بیا هم هغه ده چی خلک یی یا ردوی او یا هم منی.

هغه فکټورونه چی د سالم ټولیز اند په جوړولو کې رغنده رول لوبوی:

لیکوال
لیکوال

د ټولیز اند د پاره یوی باسواده ټولني ته ضرورت دی. ټولنه باید د فکر او نظر ازادي، شوق او ظرفیت ولری. خلک باید له سیاسي اړخه ویښ او ځیرک وی. خلک باید په ملی ارزښته او سیاسي موضوعاتو کې لیوالتیا ولری ځکه چی همدغه د ټولیز سیاسي اند مهم فکټور دی. نخبه ګان او سیاسي فعلان باید په سیاسي چارو کې ګډون وکړي تر څو خلکو سره په ټولیز اند جوړولو کې مرسته وکړی. د ډول ډول ټولنو خلکو سره تماس او ناسته پاسته درلودل هم دیو ازاد ټو لیز اند په جوړولو کې مرسته کوی. د سالم ټولیز اند جوړښت د یو هیواد په سیاسي رهبرانو پوری هم اړه لری. د یو سالم ټولیز اند د جوړولو لپاره یوی قوی او په اصولو پوره ډیموکراسۍ ته ډیر زیات  ضرورت دی تر څو وکولای شی د وګړو د مدنی ازادیوو څخه دفاع او ملاتړ وکړای شی. او په پای کې مهم ټکی چی د ټولیز اند په جوړښت کې خورا اهم او باارزښته دی هغه دادی چی ټولنه باید عصری وی او په اصطلاح د نوی ټیکنالاجیکل دنیا سره اشنا وی، نه داچی یوه اطرافی او په قبیلوی دودونو ولاړه ټولنه وی. هدف می دلته د قبیلوی اصولو څخه دا دی چی د نن سبا زمانی فکر ورسره نه وی.

د ټولیز اند ارزښت او رول:

حکومتي چاري تر کنټرول لاندی ساتی: روڼ او پرمختللی ټولیز اند د ډیموکراسۍ لومړی اصل دی. ټولیز اند هم حکومت جوړوی او هم یی له منځه وړی. هیڅ حکومت نشی کولای چی د ټولیز اند په خلاف وچلیږی.

حکومتی چاری اغیزمنی کوی: ټولیز اند نه پریږدی چی حکومت دی هغه قوانین پاس کړی کوم چی د خلکو د خوښی وړ ندی. حکومت مجبوره دی چی خپلي تګلاري، قوانین، او پروګرامونه د خلکو د هیلو او ارزوګانو سره سم منظم کړی.

د قانون پلی کول بریالی کوی:  د قانون پلی کیدل د خلکو په ټولیز اند پوری اړه لری. که چیرته پاس شوي قوانین د خلکو د خوښی او هیلو سره په ټکر کې نه وی، نو پلي کیدل یی ډیر اسانه دي. نو د همدی له امله حکومت ته پکار دی چی د قوانینو د پلی کولو لپاره ټولیز اند په نظر کې و نیسی.

د ازادۍ ملاتړ او دفاع کوی: ټولیز اند یوازینۍ وسیله ده چی د حکومتي چارواکو د زورواکۍ د تمایل او هیلو څار وکړی. ټولیز اند د قانون پلی کوونکي نه پریږدی چی د سمی لاری څخه ناسمی لاری ته واوړی او په همدی ترتیب سره د خلکو د ازادیوو خوندیتوب ډاډمنوی.

د خلکو د اړتیاوو ښکارندوی کوی: ټولیز اند د مختلفو سیمو د خلکو اړتیاوي، ستونزي او هیلي رابرسیره کوی.

قوی سیاسی او ټولنیز ځواک: په پای کې باید وویل شی چی ټولیز اند نن سبا په ډیموکراټیکو هیوادونو کې د یو قوی سیاسی او ټولنیز ځواک حیثت لری کوم چی مقننیه قوه یی باید له نظره ونه غورځوی، ځکه چی بیا به پارلمان ته تګ ورته ډیر ستونزمن وی.

په افغانستان کې د لا پرمختللی، او ویښ ټولیز اند په هیله

 مننه

طارق جهان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *