ذکیه وردک

ولسمشریزې ټاکنې ډېرې رانږدې دي، د افغانانو ټاکنه باید څنګه وي؟ څوک وټاکي په کومو شرایطو، د دې پوښتنو ځواب باید هر افغان له ځان سره ولري، ما د پورته پوښتنو د ځواب لپاره څو کرښې کښلې چې کولای شي یوڅه مرسته وکړي.

د پورته پوښتنو د ځواب د آسانه کولو لپاره د ګاندي له یوې وړوکې کیسې شروع کوو:

وایي:” کله چې د هغې جلسې وخت شو چې هندوان د انګلیسانو څخه د خپلو حقوقو دفاع وکړي، ګاندي په منډو د رېلګاډي په لور ځغستل چې د رېلګاډي څخه پاتې نشي، رېلګاډي حرکت وکړ، ګاندي چې کله اورګاډي ته پورته کیدو نو یوه څپلکه یې له پښې ولویده، بیرته ورپسې کوز نه شو نه بله څپلکه یې خپله ورپسې وغورځوله کله چې جلسې ته راورسید، په لوڅو پښو راننوتو یې ټولو انګریزانو ډیر وخندل، په دې کې یوه انګریز د تمسخر په ډول ورته وویل: ښاغلی ګاندي! څپلکې مو؟! لکه چې په لوڅو پښو د هندوانو د حقوقو دفاغ کوې؟؟”

“په دې خبر جلسه کې ناستو انګریزانو نوره هم خندا په زوره کړه، اما ګاندي دوی ته غوږ و او موسکی و، کله یې چې خندا ودرېده نو په نرمو الفاظو یې ورته وویل: چې راتلم څپلکه مې رانه ولوېده بېرته ورپسې کوزیدلای نشوای، ځکه بیا دلته نشوای رارسیدلای، نو هغه بله څپلکه مې هم ورپسې ګوزار کړه ، ګوندي یو یبلي پښې هندو یې پیدا کړي،……… دې خبرې په غونډه کې ژور چوپتیا خپره کړه..”

هوووو!هو انسانیت دی او یو ایډیال او کاریزما رهبر دي ته وایي، ډنګر او بې ځانه اما د خپل ملت لپاره یې د تعهد د مستیو ډک ذهن، لوڅې پښې په سوځېدلو نفسو، بې له کوم شرم څخه په لوڅو پښو د خپل هیواد د حق او حیثیت لپاره منډې وهي.

که څه هم زمونږ په اوسنیو سیاسي رهبرانو کې له هره پلوه پوره یو سیاسي ایډيال رهبر پيدا کول یوڅه ګران کار دی، خو د وخت اړتیا همدا ده چې د جمهوریت ساتنې لپاره او په ټوله کې د یوه منتخب نظام د جوړولو لپاره په ټاکنو کې ګډون وکړو او خپله ملي فریضه ادا کړو.

ولسمشرۍ ته اوولس کسانو ځانونه نوماند کړي، موږ هر یو د یوه افغان وګړي په حیث د دې حق لرو چې رایه ورکړو، لازمه ده چې د خپلې رایې لپاره د ټاکنې مشروطه کریټریا جوړه کړو، د هغه کریټریا په اساس هر یو نوماند چې لوړې نومرې واخیستې همغه ته رایه ورکړو.

مثلآ زه په خپله مشروطه کریټریا کې د نوماند د ټاکنې لپاره لاندې کریټریا لرم چې د همدې کریټریا په اساس نوماند ټاکم او رایه ورکوم:

“اول: نوماند باید مسلمان وي، ټولو دیني، ملي، مذهبي ، ژبني او ټولو ایډیالو ارزښتو او فکرو ته درناوی ولري.

دوهم: نوماند باید په نړیواله او سیمه ییزه کچه په سیاست کې لوبیدلی کس وي، سیاسي، ټولنیز ثبات ولري.

دریم: نوماند باید د ښځو د پرمختګ لپاره په اسلامي او کلتوري چوکاټ کې زمینه جوړونکی وي.

پنځم: نوماند باید ښه انکشافي، اقتصادي، فرهنګي پلانونه ولري ((د منشور په ویلو سره یې دا ځان ته واضیح کولای شو. ))

شپږم:نوماند باید د موجوده جنګ د ختم لپاره یوه ښه نظامي ستراتیژیکه تګلاره ولري .

اووم: نوماند باید د پوهنې په برخه د موجوده پوهنیز سیستم د بدلون لپاره ښه اغیزمن پلان ولري.

اتم : نوماند باید جرمي سابقه ونلري.

نهم: نوماند باید د اغیزمنې دیپلوماسۍ له لارې د ګاونډیانو سره هراړخیزې سالمې اړیکې ولرلای شي .

لسم : نوماند باید د بین المللي اړیکو لپاره ښه ستراتیژیکه برنامه ولري .

یولسم : نوماند باید د خصوصي سکتور د ودې او ددې سکتور په واسطه د ځوانانو د بېکارۍ د کښته کولو لپاره یوه موثره برنامه ولري.

دولسم : نوماند باید په دواړو رسمي ژبو مسلط وي، او د افغانستان د معارف له لارې دواړه رسمي ژبو زده کړه په هرافغان وګړي لازمي وګڼي.

دیارلسم: نوماند ته باید ملي ګټې په هرڅه اولیت ولري. 

څوارلسم: نوماند باید د سولې د رواستلو لپاره یوه  هراړخیزه برنامه ولري .

پنځلسم: نوماند باید متعصب شخص نه وي، افغانان په ژبو، قومو او مذهبو ونه ویشي.”

د پورته مشروطې کریټریا په نظر کې نیولو سره زه نوماندان په مقایسوي ډول ارزوم ، هریو نوماند چې په دې کریټریا کې لومړی راشي همغه ته به زه خپله رایه ورکوم، ترڅو مې خپله ملي فریضه ادا کړې وي او ترڅنګ مې یې د یوه منتخب حکومت په راوستلو کې خپله ونډه اخیستي وي.

نوپه همدې ډول هر افغان وګړي ته ضرور بولم چې دې ته ورته کریتریا جوړه کړي او نوماندان و ارزوي او خپل د خوښې نوماند ته رایه ورکړي، یو به یې خپل ملي مسولیت ادا کړی وي بل به یې د یوه منتخب حکومت په جوړولو کې خپله ونډه ادا کړي وي.

د يو پرمختللي او سولییز افغانستان په هیله !

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *