تاند، سه شنبه، د میزان ۲مه: د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون خبرداری ورکړی که په ولسمشریزو ټاکنو کې هر نوماند ۱۰ سلنه رایې پوره نه کړې نو یو میلیون افغانۍ (۱۴ زره ډالر) جریمه به ورکوي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون منشي او ویاند قاسم الیاسي وايي، د قوانینو په اساس له هر نوماند څخه ۱۰۰ زره تذکیرې او یو میلیون افغانۍ ضمانت ایښودلې دي، خو که کوم نوماند ۱۰ سلنه رایې وانخیستلای شوې، نو یو میلیون افغانۍ به ترې په جریمه کې وګرځوي.
دا په داسې حال کې ده چې مالیې وزارت د هر ټاکنیز ټیم مشر او مرستیالانو ته درې زرهې لنډکروزر، درې هایلکس موټر او پنځوس ساتونکي ورکړي دي چې دا ټولې موټرې په ۱۵۰ میلیونه افغانیو کرایه شوي دي.
ټاکل شوې چې ولسمشریزې ټاکنې څلور ورځې وروسته د میزان په ۶مه ټول هېواد کې ترسره شي.
د ټاکنو کمېسیون وايي، شاوخوا ۴۹۰۰ ټاکنیزو مرکزونو کې به نهه نیم میلیونه کسان رایې ورکړي.