تاند- په افغانستان کې د ملګروملتو د بشري حقونو استازي وسله وال طالبان د ملکیانو د وژلو اصلي عاملان وبلل، ویې ویل چې د سړک د غاړې بمي حملو د ملکیانو په مرګ ژوبلو کې تر ټولو زیات رول لرلی دی.
په افغانستان کې د م.م. د بشري حقونو د برخې مسوول جارجیت ګنګن نن په یوه خبري غونډه کې د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلو پر زیاتېدو داندېښنې د څرګندولو تر څنګ وویل: د افغانستان د جنوب لوېدیځ د څلورو ولایتونو د حالاتو له څېړنې ورته جوته شوې چې په دغو ولایتونو کې د ملکیانو مرګ ژوبلې په بې ساري ډول زیاتې شوي دي.
ده زیاته کړه:«د تېر کال د ورته مودې په پرتله د سږکال په لومړیو لسو میاشتو کې د افغانستان په ۴ لوېدیځو ولایتونو کې د ملکیانو تلفات ۶۰ فیصده زیات شوي دي.»
تقریباً هره دوهمه ورځ د ملکیانو موټر د طالبانو له لوري په سړکونو کې پر اېښودل شویو ماینونو یا چاودېدونکو موادو خیژي او مرګ ژوبلې اړوي.
د ملګروملتو د بشري حقونو مسوول هم وویل چې په سلو کې ۸۵ ملکیان د سړک د غاړې په بمونو او ماینونو وژل کېږي.
د ده په وینا په تېرو لسو میاشتو کې ۷۳۸ تنه وژل شوي چې ۲۳۰یې په فراه، هرات، غور او بادغیس ولایتونو د سړک د غاړې په بمي بریدونه کې وژل شوي دي.
د ملګروملتو د بشري حقونو د څانګې مشر په سلو کې د درو ملکیانو د وژلو مسوولیت افغان امنیتي ځواکونو ته متوجه وباله.
ملګروملتو له ښکېلو خواوو وغوښتل چې له داسي وسلو او چاودېدونکو موادو کار وانخلي چې بېګناه خلک پرې وژل کېږي.