محمد اشرف غني د افغانستان د معاصر تاریخ تر ټولو ناندریزه او جنجالي څېره ده. د لوګر د محمدآغې د ولسوالۍ د سرخاب خړ او غرني کلې سره یې تړاو دی. غني له کوچنیوالي څخه د خپلې روڼ اندې کورنۍ تر څار لاندې و، هغه له وړکتوبه عادي ماشوم نه و، په ونه ټیټ او ډنګر غني په خپلو ماغزو کې داسې څه لري چې ښایي د افغانستان په کچه له چا سره نه وي.
غني، لکه نوم یې چې غني دی، د هېواد د معاصر تاریخ ترټولو غني او بډایه څېره ده. امان الله خان منو چې د هېواد په واکمنانو کې پرمختګ غوښتووکی مشر و، خو د سقاو د واړه او کوچني حرکت په وړاندې تسلیم شو او هېواد یې په داسې یوې غمیزې کې را ګیر کړ چې هیڅکله ترې نه شي خلاصیدای.
د امان الله خان په واکمني کې افغانستان د ډېرو اروپایي هېوادونو په تناسب پرمختللی و، په هغه مهال مونږ اروپا ته صادرات لرل، څه چې د آسیا په بل هېواد کې نه و لیدل شوي، خو لویه تېروتنه یې دا وه چې د دولت قهریه ځواک یې د بغاوت ځپلو لپاره ونه کاراوه. د انګلستان په لمسون ګوډ ملا خلک تېر ایستل.
افغانان خو دې خدای لري ډېر احساساتي خلک دي، لرې نه ځم د څو کلونو مخکې کیسه را یادوم. فرخنده یې د یوه وحشي کوډګر تر ادعاو وروسته په څه ډول ووژله. هغلته خو نه امریکایان و، نه انګریزان، خپله افغانانو له شرعیاتو پوهنځۍ فارغه فرخنده څرنګه شهیده کړه؟
د امان الله خان په واکمني کې خو جهالت اوج ته رسېدلی و. امان الله خان ونه کړای شو چې بغاوتونه وځپي. له انګلستان څخه یې د تورې په زور خپلواکي واخیسته خو خپله یې فرمایلي و چې آزادي مې په تورې اخیستې خو په قلم به یې ساتو، هغسې یې ونه شوای کړای، هم قلم ترې بېرته انګلستان واخیست او هم ټوپک، پایله یې دا شوه چې افغانستان لا هم د نړۍ د هېوادونو له چټک پرمختګ ډېر بېرته پاتې ده، دومره بېرته پاتې چې د ډېرو زړونو ته نه لویږي، چې مونږ دې حتی یوه پیړۍ وروسته هم ور ورسیږو.
د نجیب الله هېواد پالنه او پر هېواد مینه د دې باعث شوه چې خپل سروبایلي، هغه د ملګرو ملتونو سازمان دوکه کړ، کوم سازمان چې د امریکا د متحدو ایالتونو له اجازې پرته حتی خپله ډوډۍ نه شي خوړلی او د نجیب او امریکا خوبیا ډېره پخوانۍ او ستراتیژیکه دښمني وه، هغه هم وبایلله.
د داوود خان په هکله هم خلک ډېر وایي. دې کې شک نشته چې داوود خان د هېواد رښتینی بچی و، په نره یې واکمني وکړه او په نره د یرغلګرو په وړاندې د خپل کورنۍ د وروستي غړي تر شهادت پورې وجنګېد، خو هغه هم سیاست وال نه و، ځکه په داسې یوه وخت کې نوموړي له پخواني شوروي سره دښمني پیل کړه چې دې یرغلګر هېواد حتی د ارګ ساتوونکي او نور چارواکي هم ترې اخیستي و، حتی په هغو پیلوټانو او پوځیانو چې دی ډېرپرې نازیده، تر بریدونو لاندې راغی او په څومره مظلومانه ډول د خپلې کورنۍ له غړو سره شهید شو؟
د نجیب الله هېواد پالنه هم له چا پټه نه وه، خو هغه هم سیاست ونه کړای شو، په څه ډول ترې خوږ عمر واخیستل شو. د دې درې واړو مشرانو هېواد پالنې ته مې دې زر ځلي سلام وي، خو دا تریخ واقعیت دی چې درې واړه سیاسي مشران نه وو.
اوس غني واک کې دی، پلویان یې غني بابا او مخالفین یې فاشیست او لیونی ګڼي؛ خو خپله غني وایي چې د خپل هېواد مینه کې لیونی دی او لیونۍ مینه ورسره لري. دا خبره یې درواغ نه ده، غني په امریکا کې ډېر ښه ژوند درلود، د پوهنتون د استادي دومره پیسې ورته رسېدې چې پرې ښه ژوند وکړي، خو هغه په خپل دې کمزوري بدن خو ځواکمن فکر د هېواد آبادولو ته مټې بډ وهلې.
د کرزي په واکمني کې د شمالي ټلوالې له سرلښکر قسیم خان سره په ډغرو واوښت، له داسې یوه کس سره چې د ټوپک له میله یې ډوډۍ خوړله، خو مقاومت یې له هیچا پټ نه دی. غني ډېر اصلاحات راوستل.
د کرزي په دویمې منتخبې اداره کې د امنیتي چارو د لیږد کمېسیون رییس شو، دا بهیر یې څومره په ښه توګه تطبیق کړ. په خپله پنځه کلنه واکمني کې چې ور سره چیلک اچوونکی بنسټ( اجراییه ریاست) هم سر را اوچت کړ، څومره له ستونزو سره مخامخ شو. غني یې دې موده کې آرام پرینښود، د یو والي او وزیر پر سر به یې هم ور سره لانجه وه، د هغه ډېره انرژي یې په کورنیو لانجو کې مصرف کړه، خو بیا هم د کرزي د تېرو دوو منتخبو ادارو په تناسب د غني اداره ډېره ښه وه.
2014 کال خو مو یادیږي چې کرزي په یوې خبري غونډه کې وویل، 2014 کال نه مو بلا جوړه کړې هیڅ هم نه کیږي، خو افغانان ډېر وېره کې وو، حتی داسې کسان هم پیژنم چې ورته مې ویلي، زوړ شوې ښځه وکړه، ولې خپل ژوند نه جوړوې؟ هغه راته ویلي چې ودریږه 2014 کال تېر شي.2014 کال کې غني واک ته ورسېد، خو په پنځو کړیو کې یې تدوین شوی بهرنی سیاست په ښه توګه تعقیب کړ.
د کرزي په مهال به که پاکستان تورخم تاړه، تاو یې کابل څخه پورته کېده، یاد مې دي چې نهه څلویښت کیلو ګرامه اوړه حتی درې زرو او د لسو افغانیو یوه وچه ډوډۍ ۳۰ افغانیو ته پورته شوه.
غني په پاکستان داسې څه وکړل چې په خپله عمران خان یې په منډو منډو تر تورخم دروازې پورې را ورساوه، اوس مو چې په کار نه دی، تورخم یې راته د 24 ساعتونو لپاره پرانېسته.
وایي پیشو هیڅکله د خدای لپاره نه بلکې د خپل ځان لپاره موږک نیسي، پاکستان خو هم زمونږ له غمه مړ نه دی، د خپل لړزیدلي او کمزوري اقتصاد فکر ور سره دی.
غني، غني دی او تاسو ټول افغانان یې که د هر ځای یاست او لږ غوندې سیاسي شعور لرئ، په نره ارګ ته ورسوئ، د رایوو داسې بارانونه پرې جوړ کړئ چې نور له ډبل عبدالله سره واک شریکېدو ته اړ نه کړای شي.
په الله مې دې قسم وي که غني په یواځې سر واګی تر لاسه کړي، ډېر داسې څه به تر سره کړي چې د افغانستان په معاصر تاریخ کې نه وي تر سترګو شوي. تر همدا یوې نیمې میاشتې مخکې غبرګ عبدالله په دې ستونی وپړساوه چې اول سوله بیا ټاکنې او د سولې لپاره حتی له خپل دې مقام هم تېر دی، کوم مقام چې د جان کېري په خبره د غني د قرباني په پایله کې ده ته په مفته ورکړل شوی دی.
غني ډېر تکړه او وړ مشر دی، پاکستان یې خپله لوبه کې داسې را ګیر کړ چې که قاعد اعظم محمد علي جناح یې هم ژوندی وای، هک پک به پاتې شوای وای.
د ایران مشر حسن روحاني ترې رسمي بښنه غوښتې، او دا زما خبره نه ده بلکې د محمدحنیف اتمر وینا ده، چې د تهران سفر کې ور سره ملګری و. ایران ډېر مغرور هېواد دی او له امریکا یې هم سترګه نه سوځي، خو حنیف اتمر وایي، د هغې صحنې شاهد و چې روحاني غني ته وایي، من پوزش میخواهم….. یعنې زه بښنه غواړم.
افغانان دې د تلې په شپږمه په ټینګ او کلک هوډ سره غني چې نښان یې د الله پاک کلام دی، واک ته ورسوي، هغه ته دې دومره رایې ورکړي چې توقع یې هم نه وي، که غني په نره واک ته ورسېد، دا ویلی شم چې په نره به دا هېواد داسې له سیالانو سره سیال کړي چې مه کوه پوښتنه.
غني هغه سپین ږیری مشر دی چې تر اوسه داسې زوی به کومې مور نه وي زیږولی چې سیاسي لوبو کې یې را وپرځوي، غبرګ عبدالله دې نه مغروریږي چې یوې مناظرې ته ور سره حاضر نه شو. آریانا نیوز خو ټول پوهیږي چې د شریف حسن یار په موجودیت کې عبدالله نیوز شوی.
د آریانا موسس او بنسټ ګر احسان الله بیات یو ستر ملي شخصیت دی، او وخته دې خبرې ته متوجه شوی خو اوس نه شي کولی حسن یار شوټ کړي، ځکه غبرګ عبدالله پرې کلک ولاړ دی.
مناظره خو په یوه بحث کیږي، عبدالله له آرایش او خپل ځان ته د لوکسو دریشیو له اچولو بل څه لري؟ د خپل ټاټوپي پنجشېر لپاره ده ډېر کار کړی که غني. د پنجشېر سیلاب ځپلو او د غره ښوییدو له زیانمنو شویو سره چا د مرستو طرحه جوړه کړه، غني که عبدالله؟
که مو غني انتخاب نه کړ، تاریخي او نه جبرانېدونکې تېروتنه به مو کړي وي، د غني په انتخاب سره به مونږ وکړای شو داسې افغانستان ولرو چې د نورو په ځانګړې توګه دوو دښمنو هېوادونو پاکستان او ایران له شره به د تل لپاره خلاص وي او که داسې ونه کړو، او په دې پسې وګرځوو چې غني قل هوالله….. نه شي ویلی، نو کینئ او بیا د دې دښمنو هېوادونو جېره خواره شئ.
انتخاب تاسو سره دی، په خپلو پښو ولاړ افغانستان په الله قسم دی چې د غني په مشرتابه کې را منځته کیدای شي، او که مو تېروتنه وکړه او غبرګ عبدالله او یا مو راکټیار انتخاب کړ، پوه شئ چې نور نه جوړیږئ او د تل لپاره به د پنجابیانو او آخندانو غلام وئ.
راځئ ټول په یوې کلکې ارادې خپل دې سپین ږیري مشر ته رایې ورکړو، بیا یې واک ته رسول کولی شي، د افغانستان پایښت او پرمختګ باوري کړي، پرته له دې هره بله لار تباهي راوړي.
ټاکنیز کمپاینونه پای ته ورسېدل، ټولو په کې خپلې برنامې وړاندې کړې، څوک امارت په رسمیت پیژندل غواړي، او څوک هم خراسان. څوک بیا صدارتي نظام غواړي او څوک هم بل څه. خو افغانستان د نظامونو د آزموینې لابراتوار نه دی چې که جمهوري مرکزي نظام پایله ورنکړي، په کې صدراتي او خراساني رژيمونه پلي کړو.
ټول کاندیدان دې په خلاصو غوږونو واوري، لکه یې چې طالبان او پاکستان خپله ګټلې لوبه کې را ګیر کړل، تاسو به هم هرو مرو ګیر کوي.
غني به که خدای غوښتي وي، د نورو پنځو کلونو لپاره د افغانانو متخب مشر شي. عبدالله بیا نه شي کولی چې د اجرایي ریاست په نوم ماڼۍ او واک ولري، هر څه همدومره و، او د تلې په شپږمه کې به ترې که په یوه سترګه ژاړي او یا خاندي، دا کش او ځواک ترې اخیستل کیږي. انشاالله.
د یوه سرلوړي، غني، صالح او دانش پالوونکي هېواد د جوړېدو په هیله. دا جمله مې ځکه وویله، چې غني ډېر پیاوړی مثلث جوړ کړی، د اقتصاد پروفیسور محمد اشرف غني، د استخباراتو او امنیت پروفیسور امرالله صالح او د قوانینو پلار سرور دانش.
دا درې واړه مشران کولی شي، هېواد له سیالانو سره سیال کړي، نو رایې مو ترې مه سپموئ که افغانان یاست او په دې هېواد مو لږ غوندې زړه سوځي؟
د لیکوالو له نظر سره د تاند د دریځ یووالی ضروري نه دی. تاند له دې سره متفاوت نظرونه هم خپروي.