تاند، سه شنبه، د میزان ۲مه: د پاکستان لومړي وزیر په نیویارک کې یو امریکايي بنسټ ته په وینا کې د ډیورنډ کرښه د انګریزانو لخوا ایستل شوې بللې او وايي، دغه سیمه کې هیڅ پوله نشته.

تر دې وړاندې د ډیورنډ د کرښې نارسمي توب او نه منلو په اړه د ولسمشر غني پاکستانی پوځ پارولی او سخت غبرګون ښودلی و، مګر اوس که څه هم عمران خان نه دي ویلي چې دا یوه غیر رسمي کرښه ده که رسمي، خو زیاته کړې یې ده، پر ډیورنډ کرښه د پاکستان لخوا اغزن تار ځکه تيروي چې کابل تورونه لګوي چې ګواکې ترهګر له دغې کرښې ازادانه افغانستان ته ور اوړي.

 د عمران خان په خبره دا مهال ۲ اعشاریه ۷ میلیونه افغان کډوال په پاکستان کې مېشت دي او دوی نه شی کولی د تګ راتګ پر مهال پولې کنټرول کړي: (( که ډیر ټینګار کېږي چې په دغه کرښه دې تګ راتګ بند شي، نو بیا دې افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شي.))

 دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د تورخم بندر له ۲۴ ساعته پرانیستل کېدا وروسته پخواني ولسمشر حامد کرزي پر ولسمشر غني کنایوي تور پورې کړ چې ګواکې ډیورنډ یې په رسمیت منلی او دا تر ګندمک هم شرموونکې خبره ده.

خو ولسمشر غني بیا د شمشاد په نوم د یو خصوصي ټلویزیون د همدې پوښتنې په ځواب کې وویل، د ډیورنډ کرښې په اړه پرېکړه د ده یا حکومت حق نه بلکې د ولس صلاحیت دی: (( پر ډیورنډ کرښه له چاسره یو حرف یوه کرښه خبره هم نه ده شوې.))

عمران خان ډېر کلونه پخوا چې لا د پاکستان د کرکټ ټیم کیپتان و، په یوه کتاب کې، چې په بریتانیا کې چاپ شوی، ویلي و چې افغان دی او نیکونه یې میانوالي ته له افغانستانه راغلي دي.

عمران خان په داسې حال کې د ډیورند کرښه د انګرېزانو تحمیلي کرښه وبلله چې د پاکستان پوځ څو ورځې وړاندې د دې کرښې په اړه د افغانستان د حکومت  پر دریځ توند غبرګون وښود او دا کرښه یې په نړیواله کچه په رسمیت پېژندل شوې پوله وبلله.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د ملي امنیت پخواني رئیس امرالله صالح د امن نړیوال کنفرانس ته په وینا کې ویلي وو چې پاکستان په ۲۰۰۳ کال کې له افغانستان څخه ۱۱ غوښتنې وکړې تر څو په بدل کې یې سوله ورکړي.

نوموړی وايي، هغه مهال د پاکستان په ۱۱ شرطونو کې دا خبره هم شامله وه چې کابل دې ډیورنډ رسمي کرښه ومني.

One thought on “عمران خان: د ډیورنډ په نوم سرحد نشته، دا انګرېزانو تېره کړې کرښه ده”
  1. اصلی واقعیت حو دادی چې خانان په پاکستان کې نشته . د خانانو اصلی ټاټوبي افغانستان دی ڼو په همدې دلیل بلکل عمران خان افغان دی او د افغانستان خورې او ملي حاکمیت ته احترام لري چې پورت څرګندونې یې ژوندی مثال دی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *